په اروپا کې د یهودانو پر ضد کرکه ډېره شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپايي هېوادونو په اړه په یوه څېړنیز راپور کې ویل شوي چې د کووېډ وبا تر خورېدو او اوکرایین جګړې وروسته په دغو هېوادونو کې د یهودانو پر ضد کرکه ډېره شوې ده.
دا راپور په ځانګړې توګه د دې پدیدې د عواملو په توګه د یهودانو پر وړاندې د کرکې او ناسمو مالوماتو خپرولو پر بنسټ پر انټرنیټي کمپاینونو ورټول دی.
د راپور لیکوالانو خبرداری ورکړی چې د یهودانو په اړه د توطئې تیوري او ناسمو داستانونو خپرېدل پراخېږي او په همدې وخت کې د هولوکاسټ پېښې بې ارزښته ښوول کېږي.
دا څیړنه د بنسټیزو حقونو د انسټیټیوټ لخوا د ټولنې په غړو هیوادونو کې د حالاتو په څېړلو سره ترسره شوې او دا پایله یې تر لاسه کړې چې پر اوکرایین د روسیې له برید راهیسې د یهودانو ضد بریدونه ډېر شوي دي.
د دې ادارې په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی راغلي، پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته پر انلاین بڼه د یهودانو پر ضد د ناسمو اطلاعاتو او کرکې پارولو مطلبونه ډېر شوي دي او هغه بهیر چې د کوویډ ۱۹ وبا خپرېدو پر مهال روان و لا یې ګړندی کړی دی.
د دغه حالت یو لامل د ویلادیمیر پوتین هڅې دي چې د اوکرایین حکومت لپاره د نازي او نسل وژنې اصطلاحات کاروي چې پر هغه هېواد خپل برید توجیه کړي.
په پایله کې یې یو شمېر بې خبره کسان له اوکرایین سره د خواخوږۍ په موخه د دې لامل شوي چې د نازییزم دښمنان او له هغې ډلې یهودان د دوی له غصې سره مخ شي.
په دغه راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې د اروپايي ټولنې په زیاتره هېوادونو کې د یهودانو ضد کړنو پېښې په بشپړ ډول نه ثبتېږي. هنګري او پرتګال هېڅکله هم د دا شان بریدونو په تړاو د مالوماتو په راټولولو او خپرولو کې ګام نه دی اوچت کړی.
اتریش او فنلنډ بیا په انلاین بڼه د یهودانو ضد کړنې ثبت او راپور یې ورکړی دی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د یهودانو ضد بریدونو تګلاره اعلان کړه او تمه کېږي چې د دې تګلارې عملي کېدو په تړاو راپورونه په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۹ کلونو کې خپاره شي.
په ویانا کې د بنسټیزو حقونو د انسټیټیوټ مدیر مایکل اوفلارتي ویلي "د کرونا وبا خورېدل او پر اوکرایین د روسیې برید د هېوادنو پر ضد مبارزې د چټکۍ لامل شوي. په داسې حال کې چې دغه پدیده تل د یوې ستونزې په توګه زموږ په ټولنو کې موجوده وه".
وړاندې تر دې هم یوې ډلې د جون په میاشت کې "د جعلي خبرونو ګواښونه" په ګوته کړي وو چې د یهوادنو ضد ناسمو مالوماتو ته لمن وهي.










