سومالیا پلازمېنه موګادیشو کې دوو چاودنو ۱۰۰ تنه وژلي

د ویډیو تشریح، د سومالیا پلازمېنه کې د الشباب دوه خونړي بریدونه

د سومالیا ولسمشر ویلي، د هېواد پلازمېنه موګادیشو کې الشباب سخت‌دریځې ډلې دوې چاودنې کړې چې تر اوسه د سلو تنو د وژل کېدو خبر تایید شوی، خو ښايي دا شمېر لوړ شي. چاودنو کې ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ولسمشر حسن شیخ محمود یوه خبرپاڼه کې ویلي "زموږ وژل شویو هېوادوالو کې هغه میندې هم دي چې بچیان یې غېږو کې نیولي وو، داسې پلرونه چې روغتیايي کړاو یې لیدلی و او هغه زدکوونکي چې ښوونځیو ته روان وو، او هغه کاروباریان چې د کورنۍ لپاره په روزۍ ګټلو پسې راوتلي وو."

عیني شاهدانو ویلي، دواړه چاودنې په څو دقیقو کې شوې دي. دویم ګاډی د لومړۍ چاودنې سیمې ته د پلي خلکو او ژغورندویانو له رسېدو سره سم چاودلی دی.

ښکاري چې چاودنو څېرمو ودانیو ته سخت زیانونه اړولي دي.‌

ولسمشر چې د چاودنې ځای ته ورغلی، وویل د قربانیانو شمېر ښايي لوړ شي.

ده خپل حکومت ته سپارښتنه کړې چې د ټپیانو د بشپړې درملنې لپاره لاس په کار شي، په تېره د هغو چې روغتیايي وضعیت یې اندېښمنوونکی دی.

This photograph taken October 30, 2022 shows a destroyed cars after an car bombing targeted the education ministry in Mogadishu on October 29, 2022

د عکس سرچینه، AFP

د الشباب وسله والې ډلې د برید مسؤلیت منلی، دې ډلې همدې سیمه کې په ۲۰۱۷ کال هم برید کړی و چې ۵۰۰ تنه پکې وژل شوي ‌وو او دا د سومالیا په تاریخ کې تر ټولو لوی او خونړی برید و.

الشباب ډله د فیدرالي حکومت پرضد په اوږده جګړه کې ښکېله ده.

دا ډله د سومالیا پر سوېلي او مرکزي لویو سیمو واکمنه ده.

د روان کال لومړیو کې هم دې ډلې د سومالیا او اېتیوپیا د پولو ترمنځ ځینې هدفونه په نښه کړي وو، چې ددې ډلې د نوې احتمالي ستراتیژۍ په تړاو یې اندېښنې راپارولې وې.