۲۰۲۲ کال کې به پنځه میلیارده له کاره لوېدلي تلیفونونه وغورځول شي

د عکس سرچینه، Eirik Solheim
د برېښنايي توکو او د برېښنايي توکو د پاتې شونو نړیواله ټولنه (WEEE) وايي، سږ کال به لږ تر لږه ۵،۳ میلیارده زاړه او له کاره لوېدلي ګرځنده تلیفونونه وغورځول شي.
د نړېوالې سوداګرۍ له ترلاسه شویو مالوماتو دا اټکل د برېښنايي پاتې شونو له امله د چاپېریال مخ پر زیاتېدونکې ستونزې په ګوته کوي.
څېړنې ښيي، خلک د دې پر ځای چې زاړه او نه کارول کېدونکې برېښنايي توکي بیاځلي کارېدنې (ریسایکل) ته ورکړي خپلو کورونو کې یې خوندي ساتي.
د برېښنايي توکو او د برېښنايي توکو د پاتې شونو نړیوالې ټولنې عمومي مشر وايي: "خلک په دې نه پوهېږي چې دا توکي به مهم توکې وي او ډېر ارزښت به لري او په نړیواله کچه خورا لویه برخه جوړوي."
اټکل کېږي چې ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۶ میلیارده ګرځنده تلیفونونه شته او په اروپا کې یې یو پر درېیمه برخه نوره نه کارول کېږي.
د برېښنايي توکو او د برېښنايي توکو د پاتې شونو نړیواله ټولنه وايي، موندنې یې ښيي چې د جامو مینځلو له ماشینونو نیولې بیا تر ټابلېټ کمپیوټرونو او جي پي اېس سیسټم پورې د برېښنايي توکو پاتې شونې به تر ۲۰۳۰ کاله پورې په یوه کال کې ۷۴ میلیون ټنو ته لوړ شي.

د عکس سرچینه، Science Photo Library
د اوکرایین جګړې په ګډون نړیوالې شخړې هغه لاملونه یاد شوي چې د ګران بیه فلزاتو رسول یې ګواښلي.
د روان کال په پیل کې د کیمیا شاهي ټولنې یو کمپاین پیل کړ چې موخه یې د نویو محصولاتو د تولید لپاره له زړو برېښنايي وسایلو د ځينو توکو را ایستلو ته وده ورکول یاد شوي دي.
د ډبیلو اي اي اي یوه استازي مګدالینا چاریتانوویچ ویلي: "له دغو توکو مهمې سرچینې ترلاسه کولی شو. چې د بادي توربینونه، برېښنايي یا سولر موټرو بېټرۍ او نورو برېښنايي وسایلو او تجهزاتو په تولید کې کارول کیدی شي، د کمه اندازه کاربن کارولو لپاره دا ټولې سرچینې خورا مهمې دي."
موندنې ښيي چې په ټوله نړۍ کې د برېښنايي پاتې شونو یوازې ۱۷ سلنه په سم ډول بېرته کارېدنې ته ورکول کېږي خو د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړیوالې ټولنې دا هدف تر راتلونکي کاله ۳۰ سلنه ټاکلی دی.
د دوی په وینا، دا یو له ګړندیو وده کوونکو او خورا پیچلیو کثافاتو دي ځکه چې زیان رسوونکي توکي لري او د انسان روغتیا او چاپیریال دواړه اغېزمنوي."
د مټریل فوکس سازمان یوې سروې موندلې چې بریتانیا کې له ۲۰ میلیونه زیات نه کارېدونکي برېښنايي توکې چې اټکلې ارزښت یې ۵،۶۳ میلیارده پاونډه ښودل شوی اوسمهال په کورونو کې ساتل شوي.
دوی دا اټکل هم کړی چې که بریتانیا کې د منځني شمېر یوه کورنۍ خپل نه کارېدونکي برېښنايي توکي راټول کړي او ویې پلوري نو تر ۲۰۰ پاونډه پورې پيسې پرې ګټلی شي.
دغه سازمان د نه کارېدونکو بريښنايي توکو د خرڅولو او ریسایکل مرکزونو ته یې د سپارلو لپاره انلاین کمپاینونه هم پیل کړي. او خلک په دې پوهوي چې پوسټي دفترونو ته ورته نورو لارو له مخې دوی په خپلو کورنو کې خوندي برېښنايي توکي د بیا ځلي کارولو لپاره وسپاري.









