ایا منرالونه به ۲۱مه پېړۍ کې د شتمنۍ مهمه سرچینه وي؟

A mechanical digger scoops white minerals from the tacama salt plains, Chile

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل کېږي د لیتیوم بیه به را راوانو دوو لسیزو کې د پام وړ لوړه شي

تر ۱۸ دقیقو حالت کړکېچن وو. د مارچ په اتمه سهار ۵ بجې او ۴۲ دقیقې، د نېکل قیمت دومره په چټکۍ لوړ شو چې د لندن د اوسپنې راکړې ورکړې بازار کې یې خلک وارخطا کړل.

یوازې په ۱۸ دقیقو کې یې د یوه ټن قیمت له سلو زرو امریکايي ډالرو واوښت. دا د بیې بې ساری لوړوالی وو او له امله یې د اوسپنې بازار کې راکړه ورکړه وځنډول شوه.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لا له وړاندې د اوسپنې قیمت ۲۵۰ سلنه لوړ شوی وو. دې شېبې د اوکرایین جګړې له امله رامنځته شوي ناورین نه وروسته په لومړي ځل د اوسپنې بازار کې تر ټولو ستر کړکېچ رامنځته کړ.

بیه کې دا حیرانوونکی لوړوالی پر روسیې د لویدیځ بندیزونو سره تړلی.

له دې دا ښکاري چې اوسپنه په ځانګړي ډول نکل چې اټکل کېږي زرغون اقتصاد او زرغون چاپېریال ته په اوښتون کې به مهم رول لري، په نړیواله کچه یې ارزښت په زیاتېدو دی ځکه نړۍ ورو ورو هڅه کوي د چاپېریال ککړوونکو توکو له کارولو ډډه وکړي.

روسیې چې په نړیواله کچه د تېلو او غازو یو تر ټولو ستر صادروونکی هېواد دی، ثابته کړه چې د دوی پر تېلو او غازو د ډېرو هېوادونو په ځانګړي ډول د اروپايۍ ټولنې تکیه دوی ته فرصت ورکوي چې دا جګړه کې په خپله ګټه او یوې وسلې په توګه وکاروي. روسیه وايي دا کار یې د هغو سختو بندیزونو په ځواب کې کړی چې امریکا او ملګرو یې پر اوکرایین د یرغل له امله پر دوی لګولي وو.‌

د امریکا ولسمشر جو بایډن د مارچ په ۳۱ خپله یوه وینا کې ویلي وو: "امریکا کې جوړ یو داسې راتلونکی چې انرژي یې پاکه او زرغونه وي کولی شي راتلونکي کې زموږ ملي ګټې خوندي کړي."

"موږ اړ یو چې پر چین او نورو هېوادونو خپله اوږدمهاله تکیه ختمه کړو چې پر مټ یې راتلونکي لپاره زموږ انرژي چمتو کېږي."

د امریکا ولسمشر جو بایډن دا خبرې داسې مهال کولې چې اعلان یې وکړ، دی به د دفاعي تولید قانون رامنځته کړي چې له مخې به یې له هغو امریکایو شرکتونو سره مرسته کېږي چې د برېښنایي بېټرۍ، نوې کېدونکې انرژۍ او مېنرالونو د تولید په برخه کې فعالیت کوي. سپینه ماڼۍ وايي د اړتیا وړ مېنرالونو کې لیتیم، نکل، ګرافایټ، منګانیز او کوبالټ شامل دي.

د روسیې د انرژۍ وسلې

Vladimir Putin holding a marker pen to a large pipe, appearing to sign it

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اروپا د خپلې اړتیا ۴۰ سلنه ګاز له روسیې پېري

خو ګڼ نور مېنرالونه هم شته. خپلې اړتیا ته په کتو هر هېواد پر جلا جلا مېنرالونو سترګې ښخې کړي چې پر مټ یې وکولای شي راتلونکي لپاره یو داسې اقتصاد جوړ کړي چې تر ډېره پر برېښنا او زرغونې انرژۍ ولاړ وي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، هغه هېوادونه چې د تېلو، غازو او فوسیل سون توکو لوی صادروونکي دي او اقتصاد یې پرې ولاړ دی کېدای شي راتلونکي کې له سیالۍ وغورځي.

ښه مثال یې روسیه دی چې د اقتصاد ځواک یې تر ډېره پر سون توکو ولاړ دی. روسیه په نړیواله کچه د غازو دویم تر ټولو لوی او د تېلو درېیم تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی.

خو د هغو اوسپنو لاسته راوړلو په سیالۍ کې چې راتلونکي کې به مهم رول ولري هم روسیه مخکښه ده. دوی په نړیواله کچه د کوبالټ مېنرال دویم تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی، همدا راز د پلاټېنم دویم او نکل درېیم تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی.

که څه هم روسیه په دې سېناریو کې په ښه دریځ کې ښکاري، خو کارپوهان وايي چې نورو هېوادونو کې بیا د مېنرالونو ډېرې زېرمې شته چې لا کیندل شوې نه دي.

د کوبالټ یوه لویه برخه د کانګو له دیموکراتیک جمهوریته راځي، نېکل په اندونېزیا، لیتیام په اسټرالیا، کاپر په چېلي او ځینې نور نایاب ځمکني مېنرالونو په چین کې موندل کېږي.

کارپوهان وايي، زرغونې انرژۍ ته د اوښتو په برخه کې ۱۷ مېنرالونه ډېر مهم دي نو هغه هېوادونو چې د دغو مېنرالونو د کیندلو وړتیا ولري تر نورو به ښه دریځ کې وي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې په اند په دغو ۱۷ مېنرالونو کې تر ټولو مهم یې لیتیام، نکل، کوبالټ، کاپر، ګرافایټ او رېر ارتس په نوم مېنرالونه دي.

د دغو مېنرالونو تولید کې څوک مخکښ دي؟

A rare mineral mine in China , with a man pushing a large rod into yellowy water in a pit

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین کې تر بل هر ځای زیات منرالونه استخراجېږي

"تر ۲۰۴۰ د دغو مېنرالونو تقاضا به په نړیواله کچه زیاته شي." دا خبره تای یون کېم کوي. دی د انرژۍ نړیوالې ادارې سلاکار دی او "پاکې انرژۍ ته د اوښتون په برخه کې د مېنرالونو مهم رول" د څېړنې مخکښ غړی هم دی.

د دې اټکل لپاره چې زرغونې انرژۍ ته د اوښتو په بهیر کې به کوم هېوادونو ډېره ګټه وکړي، کېم هغه هېوادونه سره جلا کوي چې مېنرالونه کیندي او یا د مېنرالونو د پروسېس وړتیا او اسانتیاوې لري.

که څه هم د مېنرالونو کیندل په ګڼو هېوادونو وېشلي، یوازې یو هېواد دی چې د دغو ټولو مېنرالونو د پروسېس وړتیا لري او هغه هم چین.

په دې تړاو کېم وايي: "دا ګرانه ده چې وویل شي کوم هېوادونو به پاکې انرژۍ ته د اوښتو په برخه کې ډېره ګټه وکړي ځکه دا په دې پورې اړه لري چې کوم هېواد د مېنرالونو د تولید په جدول کې په کوم ځای کې دی.‌"

خو دا ښکاره ده چې دا یوه مهمه شېبه ده. تېل د ۲۰مې پېړۍ د تاریخ یو مهم توکی وو او زرغونې انرژۍ ته د اوښتو په بهیر کې به ځینې مېنرالونه د ۲۱م پېړۍ د راتلونکي مهم توکي وګڼل شي.

د کېم په اند دا د "راتلونکي مېنرالونه" ګڼل کېدای شي.

دې هر څه ته په کتو دا غیر عادي نه ده چې امریکا او لویدیځ هېوادونو زرغونې انرژۍ ته د اوښتو بهیر له وخت یو څه وړاندې پیل کړی چې وتوانېږي راتلونکي کې د انرژۍ توکو واردولو لپاره د چین او روسیې په څېر پر هېوادونو تکیه نه اوسي.

اروپایي هېوادونه تر ټولو سخت حالت سره مخ دي ځکه د دوی ۴۰ سلنه غاز له روسیې واردېږي.

"اروپا د پوټین د کړو وړو مالي لګښت ورکوي." دا خبره د اېزادې جیو مطالعاتي مرکز مشر انجېل ساز کارنزا کوي…

څلور تر ټولو باارزښته مېنرالونه

A turquois cobalt rock held in a pair of hands

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کوبالېټ د شنو زرو په نوم پېژندل کېږي

د اوسپنې بېلا بېلې بڼې نه یوازې د برېښنایي بېتریو په تولید کې مهم رول لري بلکې د انرژۍ جلا بڼو ذخیره کولو او صنعتي خوځښت لپاره هم مهم دي.

لوکاس بویر چې د اقتصادي څېړنې جرمن انستېتیوت څېړونکی دی وايي: "که چېرته تقاضا کې زیاتوالی راشي او ارزه په هغومره کچه نه وي نو دا به په خورا لوړه کچه د بیو د لوړېدو لامل شي."

په دې هر څه کې یو مهم فکتور دا دی چې د مېنرالونو د کیندنې پروژې نژدې له یوې لسیزې تر ۱۶ کلونو وخت نیسي چې فعاله شي. ښاغلي بویز له اندریا پېسکاتوري او مارټېن سټورمر سره په ګډه تېر کال "هغه اوسپنیز مېنرالونو چې د انرژې په اوښتون کې به مهم وي" څېړنه خپره کړې.

څېړنه کې دوی موندلې چې دنایابو ځمکنیو مېنرالونو په ګډون به کوبالټ، لیتیم، نکل او کاپر مهم وي. د دغو مېنرالونو بیې به له تاریخي پلوه تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي. اټکل دی چې د دغو مېنرالونو بیې به د ۲۰۲۱ او ۲۰۴۰ کلونو تر منخ څلور برابره لوړې شي.

د ښاغلي بایر په اند یوازې د دغو څلورو مېنرالونو تولیدوونکي ښايي وکولی شي چې هغومره عاید تر لاسه کړي چې په تېر کې د تېلو تولیدوونکو ترلاسه کړي. ښاغلی بویر زیاتوي: "دا اوسپنې به نوي تېل وي او چین به په کې تر ټولو مهم هېواد وي ځکه چې نورو هېوادونو کې یې چې مېنرالونه لري پانګونه کړې، لکه کانګو جمهوریت کې د کوبالټ مېنرال زېرمو کې پانګونه "

چین تر نورو مخکښ دی

An employee works with nickel at the Kola Mining and Metallurgical Company, in Murmansk, Russia.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسیه د نېکل درېم ستر تولیدونکی هېواد دی

اوکرایین کې جګړه او د لویدیځ اړتیا چې پر روسیې د انرژۍ له پلوه خپله تکیه کمه کړي، دارزې او تقاضا په نړیوال بازار کې خنډ پيدا کړی. ځینې هېوادونه شته چې رامنځته شوې خلا تر یوه حده ډکه کړي.

کواسي امپوفو چې د بلومبرګ څېړنیز مرکز کې د اوسپنو او کیندنې د برخې مشر دی وايي، چین په ښه دریځ کې دی چې له دغه بدلونه ګټه پورته کړي. دی زیاتوي:

"که چین پرېکړه وکړي چې د روسیې اوسپنیز تولیدات خپلو فابریکو کې پروسېس کړي او بیا یې پر نورو هېوادونو وپلوري نو کېدلی شي چې تر ټولو ډېر ګټونکی شي."

نورو هېوادونو هم ورته ګام اخېستی. اندونېزیا له تېرو دوو کلونو د نکل تولیداتو په برخه کې پانګونه پراخه کړې او ښايي راتلونکي کې یې لا نوره پراخه کړي.

روسیه کې د نکل تولید کموالی کېدلی شی نړیوال بازار ډېر اغېزمن کړي ځکه دغه هېواد د ټولې نړۍ ۹ سلنه نکل تولیدوي.

امپوفو زیاتوي: "د بندیزونو له امله چې کوم خنډونه پیدا کېږي او یا تولید کمېږي، دا به یې پر بیه خورا ډېر اغېز وکړي، داسې حال کې چې د برېښنايي بېټریو د تولید لپاره د نکل تقاضا په نړیواله کچه زیاته شوې."

راتلونکي کې د اوسپنو د تولید په برخه کې د سیالۍ لپاره چین خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د نړۍ د کوبالټ مېنرال نژدې دویمه برخه د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې تولیدېږي خو ګڼې چینایۍ کمپنۍ د دغه هېواد تر ټولو لویړ کانونو یا څښتنان دي او یا یې مالي ملاتړ کوي. که چېرته لویدیځ خپلې هڅې ګړندۍ نه کړي نو د دې شونتیا شته چې سیالۍ کې وروسته پاتې شي.