د هند يوه کلي کې وروسته له ۷۵ کلونو په لومړي ځل يوه کس دولتي دنده ترلاسه کړې

د هند ختیځه برخه بېهار ایالت یو کلی د خپل یوه اوسېدونکي د دولتي دندې خوښي لمانځي.
د راکیش کومار په نامه دغه کس د یاد کلي لومړنی اوسېدونکی دی چې وروسته له ۷۵ کلونو یې دولتي دنده ترلاسه کړې ده.
۳۰ کلن راکېش کومار د سوهاګپور کلي په یوه دولتي ښوونځي کې د لومړنۍ دورې ښوونکی ګومارل شوی دی.
اوسېدونکو یې تېره اونۍ د دغه زېري په اورېدو د ګومارنې په خوښۍ کې خواږه ووېشل او دغه خوشالي یې لمانځلې.
هند کې دولتي دندې د خوندیتوب او امتیازونو له امله ډېرې د خلکو د پام وړ دي او هر څوک یې د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
دیویندرا چوهدري په نامه یوه ځايي مشر وايي" سوهاګپور کې خلک د ثابت او ښه معاش لرونکې دندې موندلو ته ډېر لېواله دي خو موندل یې ګرانه ده."
ډېری زد کوونکي له دغه کلي د لوړو زد کړو لپاره نژدې لویو ښارونو ته ځي، خو تر اوسه هېڅوک نه دي توانېدلي چې دولتې دنده ترلاسه کړي.
ښاغلی چوهدري وايي: "د ښاغلي کومار بریا له دغه کلي د بدمرغۍ توره ورېځ لرې کړه او ځوان کهول به یې له دغې بریا الهام واخلي."
ښاغلي کومار بي بي سي ته وویل: "د خوښۍ احساس کوم چې ټول کلی راباندې ویاړي". خو نوموړی زیاتوي چې د دغې لارې سفر یې اسانه نه و.
کومار د خوراکي توکو د یوه هټيوال زوی دی، لیسې دورې زدکړو لپاره به په ګاونډ ښار مظفر پور کې ښوونځي ته د تلو لپاره ۲۰ ميله بايسکل چلاوه.
د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره یې په خپل فارغ وخت کې نورو زدکوونکو ته درس ورکاوه.
نوموړی وايي، وروسته له دغې چې پلار یې په ۲۰۱۶ کال کې مړ شو ژوند ورته لا سخت شو.
هغه زیاتوي: "خو ما هڅه کوله د خپل پلار ارمان پوره کړم، هغه غوښتل چې زه ډاکټر یا ښوونکی شم، اوس مې د هغه خوب پوره کړی دی."
ښاغلی کومار تمه لري چې نوی دنده به یې د پرمختګ نورې دروازې ورته پرانیزي، هغه اوس په پام کې لري چې دولتي ازموینو ته چمتووالی ونیسي او دولت کې دنده ترلاسه کړي.








