دروپدي مرمو؛ لومړنۍ قبایلي مشره چې د هند ولسمشره ټاکل شوې

Droupadi Murmu

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دروپدي مرمو لومړنۍ قبایلۍ ده چې د هند ولسمشره ټاکل شوې.

قبایلۍ سیاستواله دروپدي مرمو د هند نوې ولسمشرې په توګه ټاکل شوې ده. د واکمن بهارتیه جنتا پارټي 'بي جې پي ' ګوند ۶۴ کلنه کاندیده چې یو مهال ښوونکې هم وه، د اوډېشه 'اړیسه ' ایالت اوسېدونکې ده.

نوموړې د والۍ په توګه هم یوه دوره دنده درلوده. اغلې مرمو په هند کې لومړنۍ قومي مخوره ده، چې د هېواد تر ټولو لوړ مقام ته رسېږي.

په هند کې ولسمشرۍ مقام رسماً د دولت ریاست پر غاړه لري، خو اجرايي واک نه لري. د هند ولسمشرۍ لپاره کاندید کسان د پارلمان دواړو جرګو، ایالتي اسمبلیو او دغه راز د مرکزي حکومت تر مستقیمې واکمنۍ لاندې سیمو لخوا ټاکل کېږي.

د یادونې ده، چې اغلې مرمو د اپوزېسیون کاندید یشونت سنها په مقابل کې په اسانۍ سره بریا ترلاسه کړه.

اغلې مرمو چې د ۱۹۹۰ مو او ۲۰۰۰ مو کلونو په موده کې د هغه مهال بي جې پي ګوند لومړي وزیر اټل بهاري واجپايي په حکومت کې ارشد وزیره وه، اوس له هغو کسانو یوه بلل کېږي چې پر ګوند او لومړي وزیر نرېندرا مودي برالا نیوکې کوي.

اغلې مرمو به د اوسني ولسمشر رام نات کویند ځایناستې شي، چې د ولسمشرۍ موده یې د جولای پر ۲۴ مه پای ته رسېږي.

لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ټویټر پیغام کې هغې ته د نیکو هيلو څرګندونو تر څنګ د هغې ستاینه کړې چې په وینا یې ''د بیوزلو او څنډې ته شویو ولسونو خدمت یې ته ژوند وقف کړی دی. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

Presentational white space

دروپدي مرمو څوک ده؟

اغلې مرمو په ۲۰۱۷ کال کې هغه مهال مشهوره شوه، چې ویل کېدل، بي جې پي ګوند یې د ولسمشرۍ لپاره د کاندید کېدو په هکله غور کوي. نوموړې هغه مهال د جهارکنډ ایالت د والۍ په توګه دنده درلوده. نوموړې په ۱۹۵۸ کال کې د میوربهنج سیمې یوه کلیوالي شورا د مشر کره زېږېدلې.

نوموړې د سانتهال قبیلې اړوند ده، چې د هند له لویو قبیلو یوه ده. اغلې مرمو د ایالتي مرکز بهوبنیسور په ښځینه کالج کې زدکړې کړې.

Droupadi Murmu with Prime Minister Narendra Modi

د عکس سرچینه، BJP

د عکس تشریح، د بي جې پي ګوند مسوولین وايي، دروپدي مرمو د ۲۰ کاندیدانو له ډلې غوره شوې.

د لومړنیو زدکړو په هکله یې خبریاله نیګامانندا پټنایک چې اغلې مرمو له ۱۹۸۰ راهیسې پېژني وايي، په خپل کلي کې یې ترلاسه کړې دي.

دا وايي: ''کله چې ماشومه وه، پلار یې نژدې ښارګوټي ریرنګپور ته هغه مهال له ځان سره بیولې وه، چې د اوډیشه حکومت یوه وزیر کرتیک ماجهي د سیمې لیدنه کوله. دې ناڅاپه د دریځ پر لور منډه کړه، د ښوونځي سند یې په لاس کې و او وزیر ته یې وویل چې غواړي په بهوبنیسور کې زدکړې وکړي. ''

اغلې پاتنایک وايي، وزیر د یوې ماشومې جذبې داسې متاثر کړی و، چې سملاسي یې مسوولینو ته د ایالتي مرکز په دولتي ښوونځي کې د دې داخلې لارښوونه کړې وه.

اغلې مرمو د اوډیشه ایالتي حکومت لپاره د یوې مامورې په توګه دنده پیل کړه او له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۳ پورې یې د انرژۍ او اوبو لګولو په اداره کې د ټیټې درجې مرستیالې په توګه دنده درلوده.

نوموړې څه موده د ښوونکې په توګه دنده درلوده، خو د اغلې پتنایک په خبره معاش یې نه اخیست، دا یې د خلکو خدمت باله او ویل یې چې د کورنۍ لګښتونو لپاره یې د مېړه معاش بسنه کوي چې یوه بانک کې افسر و.