تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایمن الظواهري ژوند ته لنډه کتنه
وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سي ای اې په ډرون برید کې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو اعلان وکړ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو کابل کې ایمن الظواهري ته د پنا ورکولو له واشنګټن سره له لاسلیک کړي هوکړه لیک سرغړونه کړې ده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، ایمن الظواهري د ترهګرۍ ضد عملیاتو په لړ کې وژل شوی دی. ده دا اعلان په یوه تلویزیوني وینا کې وکړ چې له سپینې ماڼۍ په ژوندۍ بڼه خپرېده.
ښاغلي بایډن الظواهري د زرګونو امریکایانو قاتل وباله او ویې ویل چې په وژلو سره یې عدالت تامین شوی دی.