هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله ۳۱ کسان وژل شوي

INDIA

د عکس سرچینه، Getty Images

رپوټونه وايي، د هند لوېدیځ ګوجرات ایالت کې د الکولو له څښلو وروسته ۳۱ کسان مسوم شوي او مړه شوي دي. ډېری مړه شوي د یوې کروندې کارګر او په ورځانه (روزانه) مزدوران دي.

تر څلوېښتو ډېر نور مسموم شوي کسان روغتون ته وړل شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ګڼل شوی.

پولیس وايي، د الکولو جوړوونکي او ناقانونه پلورونکي په ګډون یې د پې‍ښې په تور پنځه کسان نیولي دي.

ګوجرات کې تقریبا پر الکولو بشپړ بندیز دی، خو هلته یې په ناقانونه توګه تولید په ډېرېدو دی.

د بي ب‍ي س‍ي خبریال سچین پیتوا وايي، دا کسان د سې شنبې په ورځ مړه شوي.

د ویډیو تشریح، هند کې شرابو ۳۱ کسان مسموم او وژلي دي

په سیمه ییزه کچه ناقانونه شرابو جوړولو ته هلته "کچچي دارو" ویل کېږي چې کیمیاوي مواد یې ډېر ساده موندل کېږي.

ددغو سیمه ییزو شرابو جوړولو کې د "اکس‍ي توسین" په نامه مواد ګډېږي چې تر ډېره د مړینې لامل ګرځي.

'متیل' شراب

په وروستیو کلونو کې د اکس‍ي توسین موادو کارول په دې هیله ډېر شوي چې ګنې جنسي وړتیا لوړوي.

چا چې دا مواد نورو څښاک څیزونو کې څښلي، د سترګو سوځېدلو او د معدې سوځېدلو ناروغۍ ورته پیدا شوې او که پرلپسې ډول ګټه ترې واخیستله شي، انسان ړندولی هم شي.

देसी शराब

د عکس سرچینه، Getty Images

د کارپوهانو په وینا، اکسي توسین مواد په خامو شرابو کې ګډېږي، چې د "متیل" په نامه شراب ترې جوړ شي چې تر ډېره د مرګ لامل ګرځي.

دوی وايي، کله چې دا کیمیاوي مواد بدن ته ننوځي، هلته ځینې غړي له فعالیته غورځوي او ژر د مرګ سبب ګرځي.

په ځینو کسانو کې دا کیمیاوي مواد وروسته اغېز کوي او که پر وخت یې چاره وشي، ژوند یې ژغورل کېدای شي.