د وګړو نړیواله ورځ؛‌ 'نومبر کې به د نړۍ د وګړو شمېر پر ۸ میلیاردو واوړي'

Men and women, some with umbrellas to shield from the sun in a crowded Delhi street

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا عکس د هند پلازمېنې ډیلي کې اخیستل شوی

د ملګرو ملتونو لخوا د دوشنبې پر ورځ خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې د راروانې نومبر میاشتې تر نیمایي‌ د نړۍ د وګړو شمېر پر ۸ میلیاردو واوړي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل شوي دمګړۍ نړۍ کې د وګړو شمېر د ډېرېدو بهیر د تېرو لسیزو پرتله پڅ پرمخ روان دی.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ‌ له مخې په دې لړ کې به راتلونکی کال (۲۰۲۳) د هند د وګړو شمېر له چین واوړي او د نړۍ تر ټولو ګڼ مېشتی هېواد به شي.

له دغو دواړو د هر یوه د وګړو شمېر سږ کال یو زر او ۴۰۰ میلیون تنو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو رپوټ خبرداری ورکړ شوی چې د وګړو زیاتېدل د نړۍ اقتصادي ودې ته زیان اړولی شي.

د وګړو پر نړیواله ورځ دغه خپاره شوي رپوټ کې راغلي‌ چې د روان کال د نومبر تر ۱۵ مې به نړۍ کې د اوسېدونکو انسانانو شمېر ۸ میلیاردو، تر ۲۰۳۰ کال ۸ نیم میلیارده او تر ۲۱۰۰ کال پورې بیا شاوخوا لس نیم میلیارد تنو ته ورسېږي.

په رپوټ ‌کې د خلکو د شمېر ډېروالي لامل د خلکو د ژوند، امکاناتو،‌ درملو او روغتیایي خدماتو ښه کېدو له کبله په ځانګړي‌ ډول کوچنیوالی کې د مړینې کچې کموالی بلل شوی.

Pedestrians cross a busy intersection in the Xidan shopping area, Beijing.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بېجېنګ کې د بازار یوه څنډه

په ۲۰۱۱ کال د ترسره شوې سر شمېرنې له مخې هند کې د وګړو شمېر یو اعشاریه ۲۱ میلیارد تنه ښودل شوی و.

په ۲۰۲۱ کال دغه هېواد کې پلان شوې سر شمېرنه د کورونا وبا له کبله وځنډوله شوه.

د ملګرو ملتونو موندنې ښیي‌ چې اوسمهال د نړۍ ابادي (د وګړو شمېر د ډېرېدو کچه) له ۱۹۵۰ کال راهیسې تر ټولو پڅه پر مخ روانه ده.

په ۲۰۲۱ کال نړۍ کې د وګړو شمېر د ډېرېدو کچه ۲ اعشاریه ۳ وه، په داسې حال کې چې په ۱۹۵۰ کال کې هرې مور په اوسط ډول ۵ ماشومان زېږول.

ملګري ملتونه وایي‌ تر ۲۰۵۰ کاله به د نړۍ د وګړو ډېرېدو ګراف نور هم راټیټ‌ شي او ښایي‌ ۲ اعشاریه ۱ ته راولوېږي.

انڈیا میں بڑھتی آبادی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو ویلي پاکستان هم هغو هېوادونو کې دی چې د وګړو شمېر یې په چټکۍ لوړېږي

د ملګرو ملتونو لخوا چې راتلونکو دېرشو کلونو کې د وګړو شمېر د ډېرېدو کومه وړاندوینه شوې، د دوی نږدې نیمایي برخه یوازې په اتو هېوادونو کانګور دیموکراتیک جمهوریت، مصر، ایتوپیا، هند، نایجېریا، پاکستان، فېلیپین او تانزانیا پورې اړونده ده.

د شمېر له مخې دمګړۍ نړۍ کې د سړیو شمېر ۳ میلیارده ۹۶۶ میلیون او ۴۸ زره او د ښځو شمېر ۳ میلیارد ۹۲۶ میلیون او ۴۷ زره تنو ته رسېږي.