افشا شوي اسناد؛ مخکښو سیاستوالو د ټکسي اوبر شرکت سره مرسته کړې

زرګونو تازه افشا شویو لاسوندونو د اوبر شرکت د فعالیت په اړه له ګڼو رازونو پرته پورته کړې.
دا اسناد ښيي چې د ټکسي دې سترې کمپنۍ څنګه د مخکښو سیاستوالو ملاتړ ترلاسه کړی او د عدالت میز ته له کیناستلو یې ځان ساتلی دی.
د فرانسې د ولسمشر اېمانیول مکرون او د اروپايي ټولنې د مخکنۍ کمېشنرې نیلي کروس نومونه د هغو سیاستوالو په سر کې دي چې اوبر سره یې همکاري کړې.
د اغلې کروس په اړه ان دا هم راغلي چې یو مهال یې اوبر سره د کار لپاره خبرو هم کړې.
دغه اسناد دا هم ښیي چې د اوبر شرکت مشر څرنګه د پولیسو لاس ته د دوی اړوندو لاسوندونو د لوېدو مخنیوي لپاره له یوه سره د دغو اسنادو د لمنځه وړلو امر کړی و.
اوبر د دغو تازه افشاء شویو اسنادو غبرګون کې ویلي "مخکنی چلن یې د اوسنیو ارزښتونو تمثل نه کوي" او ګواکې اوس "یوه جلا کمپنۍ" ده.
دغو اسنادو کې د ۸۳ زره برېښنالیکونو او لس زره نورو سندونو په ګډون ټولټال ۱۲۴ زره لاسوندونه شامل دي چې عمومآ د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ مود کې تبادله شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه اسناد لومړی ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې ته په لاس ورغلي او دې رسنۍ وروسته د څېړنیزو ژورنالیستانو د نړیوال کنسرسیوم او د بي بي سي پانوراما په ګډون د ګنو نورو رسنیزو سازمانونو په مرسته څېړلې دي.
دغو څېړنو کې موندل شوې چې اوبر شرکت د کال یوازې شاوخوا ۹۰ میلیون ډالر د ځان به ګټه پر لابۍ او د سیاستوالو د ملاتړ پر خپلولو لګولې.
د دوی دغو هڅو اروپا کې د ټکسي چلولو صنعت اغېزمن کړی.
دا اسناد ښیي په داسې حال کې چې فرانسه کې ټکسي چلوونکو د اوبر خلاف له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه کول، ښاغلي مکرون چې اوس د دغه هېواد ولسمشر دی، د اوبر شرکت مشر او لانجمنې څېرې تراویس کالانیک ته ویلي چې د فرانسې قوانین به د دغه شرکت په ګټه واړوي.
د اوبر شرکت د ظالمان چلن او تګلارو په اړه مخکې هم رپوټونه شوي خو دا لومړی ځل دی چې په کره او مستنده بڼه خپلو اهدافو ته رسېدو لپاره د دغه شرکت د هڅو له ابعادو پرده پورته کېږي.

د عکس سرچینه، Getty
دا اسناد ښیي چې د اروپايي ټولنې ټیجیټل کمېشنرې نیلي کروس، د دې دندې له پای ته رسېدو وړاندې اوبر سره د کار خبره او بیا په پټه دغه شرکت ته لابي کړې چې دا د اروپايي ټولنې له اخلاقي اصولو سره جدآ ټکر کې ده.
اوبر هغه مهال که څه هم د نړۍ په ډېرو چټکۍ مخ پر ودې شرکتونو کې و، خو ترڅنګ یې له مدیریتي ستونزو رانیولې تر جنسي ځورونو او د پېرېدونکو د اړوندو اطلاعاتو تر نقض پورې د بېلابېلو تورونو له کبله محاکمو سره هم بوخت و.
دا ستونزې د دې لامل شوې چې د دغه شرکت ونډه وال بالاخره د ۲۰۱۷ کال کې تراوېس کالانیک ګوښه او پر ځای یې دارا خسروشاهي راولي.









