اوبر شرکت؛ اسیا کې د پانګونې کمښت میلیاردونه ډالر تاواني کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
اوبر شرکت، چې خلکو ته ټرانسپورټي خدمات وړاندې کوي، وايي چې په نورو شرکتونو کې د شریکېدو له کبله یې ۵.۹ میلیارد ډالر تاوان کړی دی. د خلکو د لېږد رالېږد لپاره د ګاډو برابروونکي دغه شرکت د یاد تاوان یو لامل په اسیا کې د پانګونې ارزښت کمېدل یاد کړي دي.
دغه شرکت ویلي، په سوداګرۍ کې نژدې دا ټول تاوان له دې کبله ور اوښتی چې د چین (دیدي) او د سویل ختیځې اسیا د (ګرب) په نامه شرکتونو کې د پانګونې ارزښت راټيټ شوی دی او دغه شرکت یې هم له ځانه سره اغېزمن کړی دی.
ديدي او ګرب شرکتونه یو کال وړاندې په نیویارک کې د لومړنیو خدماتو له وړاندې کولو سره له ماتې سره مخ شوي دي.
له دې ټولو تاوانونو سره سره د اوبر مشر د کرونا پر مهال د یاد شرکت د کار وبار د ښه کېدو خبره کوي.
د دغه شرکت مشر دارا خسرو شاهي ویلي"زموږ پایلې ښیي چې د وبا پر مهال مو څومره پرمختګ کړی، دې کار مو په سوداګریزو فعالیتونو کې بدلون راوستی."
یاد شرکت همدا راز ویلي، د مارچ تر پایه درېیو میاشتو کې د اوبر له لارې سورلیو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی چې د تېر کال دې مودې پرتله پام وړ توپیر پکې لېدل کېږې.
د تېر کال لومړیو څلورو میاشتو کې د اوبر تاوان له ۱۰۸ میلیون ډالر ۵،۹ میلیارد ډالرو ته لوړ شو چې دا تاوان په نورو شرکتونو او په ځانګړې توګه د (دیدي) شرکت د سوداګرۍ په ارزښت کې د ۵،۶ میلیارد ډالرو کموالي له امله رامنځته شوی دی.
د اوبر مالي برخې مشر نیلسن چای وایي، اوبر د اوس لپاره کافي نغدې پیسې لري چې دا له زیان سره مخ سټاکونه وساتي او د پلور لپاره یې غوره وخت ته په تمه دي.
په ۲۰۱۶ کال، چې اوبر په چین کې له سختي سیالۍ سره مخ و، خپله ۱۸ سلنه ونډه یې په بیجېنګ کې پر دیدي شرکت وپلورله.
له هغې وروسته امریکا کې د دیدي شرکت ۴۰۴ میلیارد ډالر پانګه په بې ساري کچه راټیټه شوه.
ویل کېږي تېر اوړی د نیویارک په بورس ښار کې د دغه شرکت د بازار ارزښت شاوخوا ۸۰ سلنه راکم شوی دی.
د یاد شرکت د بازار رالوېدو سره سم چین کې د انټرنټ تنظیم کوونکو انلاین بازار ته سپارښتنه وکړه چې د دیدي له خدماتو ګټه وانخلي.د هغوی په وینا، یاد شرکت په ناقانونه توګه د اوبر کاروونکو شخصي معلومات راټولوي.
په دسبمر میاشت کې دغه شرکت پرېکړه وکړه چې خپله ونډه د نیویارک له بورس ښاره هانګ کانګ ته لېږدوي.
روانه اوونۍ دیدي څرګنده کړه چې د لومړنیو عامه خدماتو وړاندې کولو له امله د امریکا د بیو په بازار کې د څارونکو تر پلټنې لاندې دی.
۲۰۱۸ کال هغه مهال چې دواړه شرکتونه خصوصي ملکیت وو، اوبر خپله ۲۷،۵ سلنه ونډه د اسیا په سویل ختیځ کې پر (ګرب) شرکت وپلورله چې نماینده ګي یې په سنګاپور کې وه.
د لومړینو عامه خدماتو له پیل وروسته اوس د یاد شرکت ونډه ۷۵ سلنه راټيټه شوې، چې په سویل ختیځي اسیا کې د عامه خدماتو تر ټولو لوی وړاندې کوونکی و.
اوبر همدا راز په هند کې د زوماتو په نامه د خوړو د لېږد په یوه شرکت کې هم ونډه لري چې په ۲۰۲۰ کې یې کار پیل کړی دی.
د مالوماتو له مخې، جولای میاشت کې په بازار کې د زوماتو د ونډو ارزښت هم نیم ته راښکته شوی دی.








