د امریکا ټکزاس کې له لارۍ موټره ۴۶ مړي ‌موندل شوي

د ویډیو تشریح، د امریکا ټکزاس کې له لارۍ د ۴۶ مړو موندل کېدل

د امریکا د ټکزاس ایالت د سن انتونیو ښار یوه څنډه کې له درول شوې لارۍ د لږترلږه ۴۶ کسانو جسدونه ترلاسه شوي‌دي.‌

اټکل دا دی چې مړه شوي کسان به ناقانونه کډوال وي.‌

له دغه موټره د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۶ نور کسان په ډېر بد روغتیايي‌ وضعیت کې روغتون ته لېږدول شوي.

په مړو شویو کې تر لسو ډېر کسان د مکسیکو وګړي، اوه د ګواتیمالا او دوه د هندوراس دي.

د نورو هویت لا نه دی مشخص شوی. په ژوندیو موندل شویو کې څلور ماشومان دي چې اوس روغتون کې درملل کېږي. ‌

په خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لېدل کېږي چې د دې لارۍ شاوخوا ګڼ امبولانسونه او نور موټرونه ولاړ دي.‌

د رپوټونو له مخې دغه لارۍ د سن انتونیو ښار سویل لوېدیځ کې د اورګاډي‌ پټلیو ته څېرمه درول شوې وه.

دغه کسان ټرک کې په بار کانینیر کې وو او اټکل دا دی چې د ګرمې له کبله به مړه شوې وي.

Image shows truck by road

د عکس سرچینه، Getty Images

‌نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دغه ښار د پولیسو په حواله لیکلي چې د دغه موټر د چلوونکو لټون روان دی.

د سن انتونیو ښاروال ران نیرنبرګ وايي "دوی کورنۍ درلودې... او احتمالآ‌ د ښه ژوند په لټه کې به وو. دا له یوه ویروونکې انساني تراژېدۍ پرته بل څه نه دي."

د ټکزاس سن انتونیو ښار د امریکا او مکسیکو له ګډې پولې شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره واټن لري.‌

د مکسیکو بهرنیو چارو وزیر مارسېلو اېبرارډ ویلي د دوی کونسلر سیمې ته پر لاره دی، خو زیاته کړې یې ده چې تر اوسه د پېښې د قربانیانو هویت او اصلي هېواد نه دی مالوم شوی.

لا دا هم نه ده روښانه چې دغه کسان څه ډول مړه شوي‌ دي.‌ ځايي پولیسو هم تر اوسه د دې پېښې جزیات نه دي‌ ورکړي.‌

د ټکزاس جمهوریپال والي ګرېګ ابوټ د امریکا ولسمشر 'جو بایډن' د دغو کسانو مړینه کې پړ ګڼلی او دا یې د هغه "د پرانیستې پولې د پالیسیو پایله" بللې ده‌.

Image shows emergency responders at scene

د عکس سرچینه، Reuters

'بېټو وو رورک ' چې د دیموکرات ګوند له اړخه د ښاغلي ابوټ‌ خلاف ټاکنو ته ولاړ دی، ویي دا پېښه خورا خواشینونکې ده.

هغه غوښتنه کړې چې د انساني قاچاق کوونکو کړیو پر خلاف دې بېړني‌ ګامونه پورته او پر ځای دې یې د کډوالۍ قانوني کېدو ته کار وشي.

کډوالي امریکا کې تل یوه مهمه سیاسي موضوع پاتې شوې.

تېر کال دغه هېواد کې د ریکاډ په کچه بې اسنادو کډوال نیول شوي چې له مکسیکو ور اوښتي‌ دي.‌

ډیری دغه کډوال په خورا سختو له له خطر ډکو لارو ځانونه امریکا ته رسوي.‌