ناروې کې پر شپني کلب برید؛ ایراني الاصله سړی په ترهګرۍ تورن شوی

Rainbow and flowers placed as a tribute

د عکس سرچینه، Reuters

د ناروې پولیس وايي، د همجنس خوښوونکو پر یوه کلپ تېره شپه ډزو کې دوه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. پولیس وايي ۴۲ کلن ایراني الاصله بریدګر یې نیولی او په ترهګریزه کړنه یې تورن کړی دی. ‌

ډزې تېره شپه په ځايي وخت شاوخوا یوه بجه د پلازمېنې اوسلو د نایټ کلب په دریو ځایونو کې شوې دي. په دې شپني کلب کې (همجنسخوښونکي) راغونډ شوي وو.

پولیس وايي مشکوک بریدګر په یوازې ځان دا برید کړی، خو تر اوسه یې د جرم د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.

د پولیسو په وینا، ایراني الاصله بریدګر مخکې هم د سرغړونې دوسیې لري او امنیتي بنسټونو ته ورپېژندل شوی.

د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار سټوره دا یو بې رحمانه او زړه بوږنوونکی برید بللی. ددغه هېواد د عدلیې وزیرې ایمیلي انګر مهل ویلي، دې برید هېواد بوږنولی دی.

"ناروې یوه باوري ټولنه ده او ټول باید د شنبې په شپه د خوندیتوب احساس وکړي".

د لندن پب په نامه دې کلب د همجنسپالو د راغونډېدو مشهور ځای دی.

د اېن ار کې په نامه راډیو ته خبریال اولاف روینبرګ ویلي: "یو سړی مې ولید چې بکس ورسره و، بیا یې وسله راویستله او ډزې یې وکړې."

د لندن پب دغه عیني شاهد ویلي، د ډزو له کبله په هوا کې د ښیښو ټوټې پر ده راولوېدې او ټپی شو.

oslo

د عکس سرچینه، EPA

دی وايي، "زه بهر وم، د ننه مې د ډزو غږ واورېد هڅه مې وکړه ډېر کسان له ځانه سره بهر کړم".

نوموړی زیاتوي په سر کې هېڅوک نه پوهېدل څه وشول.

یوې عیني شاهدې ورځپاڼې ته ویلي، وسله وال بریدګر ښه پوهېده چېرته برید وکړي.

"که چې پوه شوم وضعیت خرابېږي، له دې ځایه وتښتېدم، په لار کې مې یو سړی پر ځمکه پروت ولید چې هېڅ نه خوځېده".

یوه بل سړي ویلي، پر ځمکه کې ګڼ کسان پراته ولیدل چې په سرونو ټپیان شوي وو.

دا برید داسې مهال شوی چې نن شنبه اوسلو کې د همجنسپالو د ویاړ په نامه د یوه لوی اعتراض لپاره چمتووالی نیول کېده.