شري لنکا کې د تاوتریخجنو لاریونونو دوام؛ د حکومتي ‌مشرانو کورونه سوځول شوي

Anti-government demonstrators set fire on the house owned by minister Sanath Nishantha of resigned Prime Minister Mahinda Rajapaksa"s cabinet after ruling party supporters stormed anti-govt protest camp, amid the country"s economic crisis, in Arachchikattuwa, Sri Lanka, April 9 May 2022.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کابینې د یوه وزیر سنانت نیشانتا کور

شري لانکا کې د اعترضونو په دوام قهرېدلو لاریونوالو تېره شپه د راجاپاکسا کورنۍ او پارلمان کې د واکمن ګوند د ځینو غړو کورونه سوځولي دي.

دغو تاوتریخجنو اعتراضونو تر هغې وروسته دوام کړی چې تېره ورځ د شري لنکا له پلازمېنې کولمبو د لاریونیانو او د دولت په ملاتړ د راوتلو کسانو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه ورکړ شول.‌

چارواکو ویلي له دوشنبې روان تاوتریخوالي‌ کې ۷ کسان وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپي دي.

دغو اعتراضونو داسې مهال دوام کړی چې د شري لنکا لومړي وزیر مهیندا راجاپاکسا تېره ورځ استعفاء وکړه‌.

خو اعتراض کوونکي پر دې بسنه نه کوي‌ او غواړي چې ولسمشر ګوتابیا راجاپاکسا هم د واک واګي پرېږدي.

دی د مهیندا راجاپاکسا ورور دی.

لاریونیانو هڅه کړې چې کولمبو کې د لومړي وزیر د استوګنې ځای ته هم ځان ورسوي، خوا امنیتي‌ ځواکونو یې مخه نیولې.

A vehicle belonging to the security personnel and a bus set alight is pictured near Sri Lanka's outgoing Prime Minister Mahinda Rajapaksa's official residence in Colombo 9 May 2022.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لاریونیانو د مهیندا راجاپاکسا د دولتي استوګنځي مخې ته د امنیتي کسانو یو موټر سوځولی

حکومت د نور تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د چارشنبې تر سهاره ګرځبندیز اعلان کړی.‌

دوشنبه څه وشول؟

چارواکي وايي د شري لنکا لومړي وزير مهیندا راجاپاکسا د حکومت له خوا د اقتصادي کړکېچ پر وړاندې د ناسمې مبارزې له امله له پراخو لاريونونو وروسته استعفا کړې ده.

د لومړي وزير له خوا دا ګام په داسې حال کې اخيستل شوی چې په کولمبو کې د راجاپاکسا د پلويانو او د حکومت ضد مظاهره چيانو تر منځ له تاوتريخجنو نښتو وروسته په دې هېواد کې ګرځبنديز لګېدلی دی.

په شري لنکا کې له تېرې مياشتې راهيسې د بيو لوړېدو او د برېښنا د پرې کېدو پر ضد لاريونونه روان دي.

شري لنکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مهیندا راجاپاکسا

دلته خلک په غوسه دي ځکه چې د توکيو بيې لوړې شوې او د ژوند لګښت پيدا کول ناشونی شوي دي.

دغه ټاپووزمه چې په ۱۹۴۸ کال کې يې له بريتانيا خپلواکي اخيستې له هغه راهيسې اوس له يوه تر ټولو ناوړه اقتصادي بحران سره مخ ده. حکومت د بېړنۍ مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

راجاپاکسا چې ۷۶ کاله عمر لري استعفا ليک خپل کشر ورور ولسمشر ګوتابيا راجاپاکسا ته استولی او هيله يې ښودلې چې دا به د کړکېچ په حل کې مرسته وکړي خو دا ګام د حکومت مخالفينو د راضي کولو لپاره خورا ناشونی ښکاري.

د روان کال د اپرېل له پيل راهيسې لاريون کوونکو د ولسمشر راجاپاکسا د دفتر مخې ته خېمې وهلې او د هغه د استعفا غوښتنه کوي.

نن دوشنبې په کولمبو کې د لومړي وزير او ولسمشر د دفترونو بهر د تاوتريخوالي وروسته هلته پوليس ځای پر ځای شوي دي.

شري لنکا

د عکس سرچینه، AFP

پوليسو د حکومت په ملاتړو وروسته له هغه اوښکې بهونکی ګاز او اوبه ويشندلې چې د پوليسو ليکو ته ننوتل او په خلکو يې د لرګيو او سوټيو ګوزارونه وکړل.

د شري لنکا د بهرنيو اسعارو زېرمې په حقيقت کې وچې شوې او دغه هېواد نشي کولی د خوراکي توکو، درملو او تېلو په ګډون اړين توکي وپېري.

خو حکومت يې پړه د کووېډ پر ناروغۍ اچوي چې د شري لنکا د ګرځندوی صنعت يې له منځه وړی دی.