شري لنکا ولسمشر له سخت اقتصادي بحران سره هممهاله نوې کابینه اعلان کړه

ولسمشر راجاپاسکا(په منځ کې) له پراخو مظاهرو سره سره له استعفا ورکولو ډډه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر راجاپاسکا(په منځ کې) له پراخو مظاهرو سره سره له استعفا ورکولو ډډه کړې.

د شري لنکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاسکا په داسې حال کې نوې ۱۷ کسیزه کابینه اعلان کړې، چې خپله د ده استعفا لپاره مظاهرې په ډېرېدو دي.

ښاغلي راجاپاسکا له دې مخکې کابینه لغوه کړه، له اپوزېسیون ګوندونو یې وغوښتل چې د کابینې لپاره نوي کسان وروپېژني، خو هغوی یې وړاندیز رد کړ.

اوس نوموړي د خپل ګوند ځینې کسان بېرته د کابینې پر دندو ګومارلي دي.

په شري لنکا کې له دې سیاسي بحران سره سره داسې سختې اقتصادي ستونزې هم دوام لري، چې په ۱۹۴۸ کال کې له بریتانیا نه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته په دې ټاپو وزمه هېواد کې ساری نه لري.

له همدې امله د هېواد بهرنیو اسعارو زېرمې تشې شوې، چې له کبله یې د خوړو او نفتو په ګډون د اړتیا وړ وارداتو لپاره هم بیه نه شي پرې کولای.

د شري لنکا بازارونو کې د اړتیا وړ توکي په سختۍ موندل کېږي او بیې پکې خورا لوړې شوې دي.

په دې هېواد کې د برېښنا پرچاوۍ له نیمايي ورځې هم زیات وخت دوام کوي او د خوړو، دارو-درملو او تېلو نشتوالي له کبله د ولس غوسه اوج ته رسېدلې.

تېره اونۍ شري لنکا چارواکو اعلان وکړ، چې د موقت وخت لپاره د بهرنیو مالي ادارو پورونو ورکړه ځنډوي.

د همدې پورونو پرې کولو یوه قسط نېټه همدا نن پوره کېږي. بل لور د یوې اونۍ لپاره د ونډو بازار دروازې هم تړل کېږي، چې له دوشنبې ورځې به پیل شي.