د میانمار کورنۍ جګړه؛ د پوځي واکمنو خلاف جنګېدونکې ښځې

له پوځۍ کودتا يو کال وروسته ميانمار اوس کورنۍ جګړه کې ورکېوتی دی.

بي بي سي يوه جنګېدونکي ټولي ته لاسرسی موندلی چې ټولې غړې يې ښځې دي.

د ميانمار پوځي واکمن د دغه هېواد لروبر د ملکي ملېشو يوې شبکې له خوا تر بريدونو لاندې دي. دوی میانمار ته د ډيموکراسۍ بيا ستنولو لپاره جنګېږي.

بي بي سي يې د پوځي اډې یوه کمپ ته ورغلې وه.