ملګري ملتونه: د اوکرایین جګړه کې له ۵۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي

د عکس سرچینه، SOPA IMAGES/GETTY IMAGES
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وايي دوه اوونۍ وړاندې پر اوکرایین د روسیې د برید له پیله تر اوسه دغه هېواد کې ۱۴۲۴ ملکي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
له دې ډلې ۵۱۶ کسان وژل شوي او ۹۰۸ ټپيان دي.
خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په ورته وخت کې دا هم وايي چې د مرګژوبلې کره شمېر ښايي تر دې "پام وړ لوړ" وي.
د دغه دفتر راپور کې راغلي چې ډېرو خلکو ته د توپخانې، توغندیو او هوايي بریدونو په څېر چاوېدونکو وسلو مرګ ژوبله اړولې.
روسیه له دې انکار کوي چې پر اوکرایین د یرغل په لړ کې دې یې ملکي خلک په نښه کړې وي.
یرغل ته غبرګون؛ اروپايي ټولنې پر ۱۶۰ روسي وګړو بندیزونه ولګول

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا اروپايي ټولنې پر اوکرایین د روسیې برید ته د غبرګون په یوه تازه اقدام کې پر ۱۶۰ نورو روسي وګړو بندیزونه اعلان کړي دي.
د بندیزونو دې لړۍ کې تر ډېره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ملاتړي په نښه کېږي.
رپوټونه وايي په دغو کسانو چې تازه بندیزونه پرې لګېدلي ۱۴ روسي شتمن او د روسیې د فدرالي شورا یا سنا ۱۴۶ غړي شامل دي.
•الکساندر وینوکوروف؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف زوم
•دمیتري پومپیانسکي؛ نړۍ کې د تېلو او ګازو نلونو د تر ټولو ستر شرکت د مدیرانو د بورډ رئیس
او
•میخایل پولوبویارنیف؛ د روسیې د دولتي هوايي شرکت ایروفلوت اجرايي مدیر
هم هغو کسانو کې دي چې تازه پرې بندیزونه لګېدلي.
اروپايي ټولنې تر دې دمه پر ۸۶۲ روسي وګړو او ۵۳ ادارو د اوکرایین د یرغل په تړاو بندیزونه اعلان کړي.
امریکا لخوا د میلیادردونو ډالرو په ارزښت د مالي مرستې اعلان

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې د امریکا د کانګرس مشرانو اوکرایین سره د ۱۳ اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو مرستې طرحه تایید کړې ده.
دا پیسې به د هغو پراخو دولتي لګښتونو ټولګې سره ضمیمه شي چې تمه ده راتلونکو څو ورځو کې تصویب شي.
اوکرایین سره د مرستو د دې ټولګې اندازه تر هغې د پام وړ لوړه ده چې د جو بایډن حکومت غوښتې وه.
د دغو پېسو سمه نیمه برخه به اوکرایین کې په بشري دوستانه چارو او اقتصادي مرستو ولګېږي او پاتې نیمې به یې د اوکرایین او ګاونډو د دفاع په چاره ولګول شي.
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلېنسکي ویلي چې د امریکا د استازو جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره یې خبرې کړي او د دغه ملاتړ مننه یې کړې ده.









