ناټو سرمنشي: د روسيې له خوا د اوکرایین کړکېچ د کمېدو نښه نه لیدل کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، د اوکرايين له پولو سره نژدې د روسيې ځواکونو له خوا د جګړې کمېدو کومه نښه نه ليدل کېږي.
نوموړي وويل، روسيه لا هم پر اوکرايين د بريد لپاره يو لوی ځواک د دغه هېواد شاوخوا يې ځای پر ځای کړی دی.
د سټولټنبرګ دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځي چې روسي چارواکو وویل، له کرایمیا سیمې د تمریناتو له بشپړولو وروسته یو شمېر نور پوځيان بېرته خپلو مرکزونو ته ستنوي.
خو ښاغلي سټولټنبرګ خبرداری ورکړ چې د اروپا امنيت لپاره د روسیې ګواښ "عادی" شوی. ده وويل، ناټو په مرکزي او ختيځه اروپا کې د نويو جنګي ډلو پر جوړولو غور کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د روسیې پوځونو ځای پر ځای کېدو لړ کې یې هیڅ کموالی نه دی لیدلی او ''روسیه لا هم پر پوله د پوځونو شمېر ډېروي. ''
تر دې وړاندې د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زیلنسکي هم له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، له اوکرایین سره د روسیې پولې له سیمو یې د روسي پوځونو وتلو هیڅ ثبوت نه دی لیدلی.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خورا محتاطانه ډول د اوکرایین کړکېچ دیپلوماتیک حل ته هیله مندي څرګنده کړې.
نوموړي د ولسمشر بایډن د خبرو په تکرار ویلي، روسیې د پوځونو ایستلو په تړاو هېڅ نښې، نښانې نه دي څرګندې کړې.
د امریکا ولسمشر ویلي چې روسیې اوس له اوکراین سره پر پوله شاوخوا ۱۵۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي.
په ورته مهال د اوکرایین دفاع وزارت او دغه هېواد د دوو بانکونو پر وېبپاڼو انټرنېټي بریدونه شوي.
په همدې ترڅ کې اوکرایین اوسېدونکي نن په داسې حال کې د ملي وحدت ورځې په توګه لمانځي چې پرون امریکا متحدو ایالتونو چارواکو وویل، ښايي روسیه همدا نن پر اوکرایین خاوره پوځي یرغل وکړي.
بايډن: پر اوکرايين د روسيې بريد بشري زیان به خورا زیات وي

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکرایین د کړکېچ په اړه په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې پر اوکراین د روسیې برید لا هم امکان لري.
ښاغلي بايډن وويل "که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي نو په راتلونکو ورځو او اونیو کې به یې بشري زیان د اوکرایین لپاره ډېر لوي او له ستراتیژیک پلوه به یې زیان د روسیې لپاره هم ډېر پراخ وي. که روسیه پر اوکرایین برید وکړي نو په نړیواله کچه به له غندنې سره مخامخ شي نړۍ به روسیه د بې ځایه مړینې او ویجاړۍ رامنځته کولو له امله هیره نه کړي."
ښاغلي بايډن په تلويزيوني وينا کې وويل، چې که بريد وشي امريکا چمتو ده چې دې ډول ګام ته پرېکنده ځواب ورکړي، نوموړي زياته کړه "امریکا او زموږ متحدین به یې غوڅ ځواب ووايي، لوېدیځ متحد او یو موټی دی. نن ناټو کې زموږ متحدین لکه د تل په څېر متحد دي او کلک هوډ لري. زموږ د نه ماتیدونکي ځواک سرچینه ځواک، انعطاف او زموږ ګډ دیموکراتیک ارزښتونه دي".
د امريکا ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ويلي وو، هېواد یې د جګړې په لټه کې نه دی او له همدې امله یې د اوکرایین د کړکېچ په اړه لوېدیځ ته وړاندیزونه کړي، خو "رغنده ځواب" یې نه دی اورېدلی.









