امریکا او بریتانیا وايي، د اوکرایین کړکېچ دیپلوماتیک حل ته اوس هم هیله شته

د عکس سرچینه، TASS/Getty Images
د امریکا او بریتانیا مشران وايي، لا هم له دیپلوماتیکې لارې د اوکرایین کړکېچ هواري ټولې هیلې له منځه نه دي تللې، خو په وینا یې وضعیت اوس هم نازک دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د روسیې پوځي یرغل په هکله له مخکینیو خبرداریو سره سره په ۴۰ دقیقه يي تازه ټیلیفوني خبرو کې منلې چې اوس هم د یوې هوکړې احتمال شته.
نژدې یو درځن هېوادونو په اوکرایین کې له خپلو مېشتو وګړو غوښتي، چې له دې هېواده ووځي او امریکا متحدو ایالتونو خبرداری ورکړی، چې روسیه ښايي 'هره شېبه ' هوايي بریدونه پیل کړي.
بل لور د بریتانیا لومړي وزیر دفتر په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د بریتانیا لومړي وزیر او امریکا ولسشمر په ټیلیفوني خبرو کې ویل شوي چې د دیپلوماسۍ لپاره لا هم یوه 'مهمه کړکۍ ' پرانیستې ده او روسیه کولای شي اوکرایین ته له خپلو ګواښونو لاس پر سر شي.
روسیه له اوکرایین سره پر پوله د نژدې ۱۰۰ زره پوځیانو له ځای پر ځای کولو سره سره وايي، پر دې هېواد د پوځي یرغل پلان لرل ردوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر دوشنبه یوه تلویزوني وینا کې وویل، د اوکرایین پرسر د رامنځ ته شوي کړکېچ کمولو په اړه د امریکا وړاندیز ته په لسو پاڼو کې غبرګون چمتو کوي او په خبره یې چې له بهرنیو مشرانو سره خبرو د وړاندې تګ لپاره فرصت برابر کړی دی.
نوموړي وویل:
''تل یو چانس موجود وي، د امریکا، فرانسې له مشرانو او جرمني له لومړي وزیر سره چې سبا ته دلته راځي په وروستیو کې اړیکې ټینکې شوې، ما خپلو همکارانو ته ویل چې ښايي سبا ته د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر راشي، او یا دوه ورځې وروسته د ایټالیا، ټولو نړیوالو مشرانو سره په اړیکه کې یو. ټولو سره په اړیکه کې یو او ورته خپله ژمنتیا او حق بیانوو او ورته وایو چې موږ د هغوی استدلال ته هم غوږ نیسو. ماته داسې ښکاري چې ديپلوماتیک حل لېرې نه دی،خو حتمي نه ده چې داسې دې وشي. اوس مهال زما وړاندیز دا دی چې خبرې دوام او پرمختګ وکړي. ''
بل پلوه د امریکا استخباراتو ویلي چې روسیه ښايي سبا چهارشنبه پر اوکرایین برید وکړي.
د اوکرایین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي چهارشنبه د ملي یوالي ورځ بللې او ویلي یې دي چې اوکرایین د ازادۍ لپاره جګړې ته چمتو دی.
په همدې حال کې امریکا له پلازمېنې کیف نه خپل سفارت د هېواد لویدیځ لووف ته لېږدولی دی.









