بورېس جانسن: اوکرایین کې جګړه د یوې بشپړې فاجعې لامل کېدلی شي

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن خبرداری ورکړی چې د اوکرایین روان کړکېچ تر ټولو خطرناک پړاو ته رسېدلی او جګړه د یوې بشبړې فاجعې لامل کېدلی شي.
نوموړي دا څرګندونې پنجشنبه بروکسل کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د یو ګډ خبري کنفرانس پر مهار کړې دي.
ښاغلي جانس وویل، لویدیځو هېوادونو د اوس لپاره د دیپلوماسۍ لاره غوره کړې ده او هڅه کوي چې د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم خبري غونډې ته وویل، پر اوکرایین د روسې برید به په دې شخړه کې د ناټو د لا ډېرې ښکېلتیا سبب شي.
د بریتانیا لومړی وزیر بروکسل کې له لیدنو کتنو وروسته د پنجشنبې پر ورځ پولنډ ته ورسېد او هلته هم له خپل پولنډي سیال سره یو خبري کنفرانس کې راڅرګند شو.
نوموړي وویل، که د روسیې لخوا پولنډ ته ګواښ پېښېږي نو دا به په دې معنا وي چې ټولې اروپا ته ګواښ پېښ شوی دی.
له دې سره هم مهاله د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټروس پنجشنبه مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاورو سره وکتل. ن
اغلې ټروس پر روسیې غږ وکړ چې د سړې جګړې له ذهنیت دې راووځي او د اوسني ترینګلي وضعیت د ارامولو لپاره دې دیپلوماسي وکړي.
د روسیې او بېلاروس ګډ پوځي تمرینات

د عکس سرچینه، Getty Images
له اوکرایین سره پر پوله د روسیې پوځي ځواکونو یو ځای کېدو له اندېښنو سره هممهاله روسیې او بېلاروس لس ورځني ګډ پوځي تمرینات اعلان کړي دي.
داسې باور کېږي چې تر ۳۰ زره پورې روسي پوځیان به دې تمریناتو کې برخه واخلي. ناټو چارواکي وايي، د شوروي له منځه تلو وروسته دا له بېلاروس سره د روسیې تر ټولو ستر ګډ پوځي تمرینات دي.
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ دا چاره د اوکرایین کړکېچ لړ کې د تاو تریخوالی 'زیاتوالی' بللی دی.
خو د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند بیا دا ګډ تمرینات جدي بللي او په وینا یې روسیه او بېلاروس ''له بې ساري خطر سره مخامخ دي.''
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې لپاره د روسیې استازي ولادیمیر چيژوف بي بي سي سره مرکه کې وویل، هېواد یې اوس هم باوري دی چې د اوکرایین موضوع پر سر راپورته شوی تاوتریخوالی د دیپلوماسۍ له لارې کمېدای شي.
خو د سپینې ماڼۍ ویانده جین څاکي بیا د روسیې او بېلاروس ګډو پوځي تمریناتو په هکله وايي:
''کله چې موږ دې پوځي تمریناتو چمتوالي ته ګورو، موږ ته دا د تاوتریخوالو کمولو پر ځای زیاتول ښکاري.''
روسیې له اوکرایین سره پر خپله پوله نژدې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي، خو پرلپسې پر دې هېواد د پوځي یرغل پلان لرل ردوي.
د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نژدې اتحادي دی. ۲۰۲۰ کال کې چې بېلاروس کې پراخې مظاهرې وشوې او لوېدیځوالو هېوادونو د مظاهرو ځپلو له کبله پر بېلاروس مشر بندیزونه ولګول، کریمیلن یې ملاتړ وکړ.
داسې باور کېږي چې هغه مظاهرې د ټاکنو هغو پایلو پر ضد وشوې چې د بېلاروس اوږدمهاله واکمن په ګټه د پراخو لاسوهنو تورونه پرې لګېدلي وو.
د امریکا په ګډون یو شمېر لویدیځوال هېوادونه وايي، روسیه ښايي ډېر ژر پر اوکرایین پوځي یرغل وکړي.
۲۰۱۴ کال کې روسیې د اوکرایین کرایمیا سیمه په خپله خاوره پورې وتړله. له هغه راهیسې د اوکرایین په ختیځ کې یوه اوږده شخړه روانه ده، روسیه هلته د بېلتونپالو ملاتړ کوي، چې پراخې سیمې یې نیولې دي او په دې جګړو کې ۱۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي.










