د اوکرايين کړکېچ: امریکا ورته ديپلوماتيکه حل لاره لټوي

د ویډیو تشریح، د اوکرايين کړکېچ: امریکا ورته ديپلوماتيکه حل لاره لټوي

د امریکا جګپوړي پوځي جنرال خبرداری ورکړی چې پر اوکراین د روسیې برید به "وحشتناک" وي او له امله به یې ډېرو خلکو ته زیان ورسېږي.

جنرال مارک میلي د اوکرایین پولې ته څېرمه د روسي سرتېرو ځای پر ځای کېدل له سړې جګړې وروسته تر ټولو لوی شمېر وباله. دا په داسې حال کې ده چې روسیه ردوي چې کواګې پر اوکراین د برید پلان لري.

د بریتانیا لومړی وزیر بارېس جانسن هم راتلونکې اوونۍ ختیځې اروپا ته سفر کوي چې د دې کړکېچ هواري لپاره د ډېپلوماتیکو هلو ځلو ګړندي کولو هڅه وکړي.

پلان دی چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم پر ټیلیفون خبرې وکړي.