سودان کې پراخې مظاهرې، لومړي وزیر استعفا وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د سودان پلازمېنه خرطوم کې د پراخو مظاهرو پر دویمه ورځ لومړي وزیر عبدالله حمدوک استعفا وکړه.
دې مظاهرو کې زرګونه خلکو برخه اخیستي چې د اکتوبر میاشتې له پوځي کودتا وروسته د سیاسي مشرتابه او پوځ تر منځ د واک پر وېش اعتراض کوي.
احتجاج کوونکو ''واک په ولس پورې تړاو لري '' شعارونه ورکول او ملکي ادارې ته یې د واک سپارلو غوښتنه کوله.
خو پوځیانو دې په ورته مهال په تاوتریخوالي لاس پورې کړی او دې پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.
د ښاغلي حمدوک له استعفا سره د سودان واک په بشپړ ډول د پوځیان لاس ته ورغلی دی.
په ۲۰۱۹ کال د یوه لوی پاڅون پایله کې د سودان اوږدمهاله واکمن عمر البشیر حکومت پای ته ورسېد، خو تازه پېښې له هغه راهیسې ولسواکۍ ته د دغه هېواد لېږد یوه بله هڅه ده چې ناکامېږي.
په یوه ټلویزیوني وینا کې ښاغلي حمدوک وویل، هېواد یې یوه داسې وضعیت ته رسېدلی چې ''ان شتوالی یې له خطر سره مخامخ دی. ''
نوموړی وايي، ټول وس یې وکارواه، چې ''هېواد بحران ته له تلو '' وژغوري، خو په خبره یې د ''د اجماع رامنځته کولو له ټولو هڅو سره سره داسې و نه شول. ''

د عکس سرچینه، Reuters
د ښاغلي حمدوک او پوځ تر منځ د نومبر میاشتې دې هوکړې له مخې به نوموړي د ټاکنو تر مهاله د تکنوکراتانو یوې کابینې مشري کوله.
خو دا معلومه نه وه، چې ملکي ادارې ته څومره واک ورکړل شوی او احتجاج کوونکي وايي، دوی پر پوځي مشرتابه باور نه کوي.
د یکشنبې پر ورځ د پلازمېنې خرطوم او ام درمان ښارونو لارو کوڅو ته زرګونه خلک راووتل او له پوځیانو یې وغوښتل چې سیاست، سیاستوالو ته پرېږدي.
د تېر اکتوبر پر ۲۵ مه سودان پوځ کودتا وکړه، په لومړي سر کې یې ښاغلی حمدوک په خپل کور کې نظر بند کړ، خو وروسته د پوځ او ملکي مشرتابه تر منځ د واک وېش یوه ستونځمنه هوکړه وشوه، چې د ښاغلي حمدوک له استعفا سره له منځه لاړه.










