د جمال خاشقجي کوژدنې له جسټن بیبر غوښتي چې په سعودي کې خپل کنسرت لغوه کړي

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي د وژل شوي خبريال جمال جاشقجي کوژدنې له مشهور کاناډايي سندرغاړي جسټن بيبر غوښتي چې راتلونکې مياشت سعودي کې خپل کنسرت لغوه کړي.
جسټن بيبر يو له هغو ستورو دی چې تاکل شوې په جده کې د دې هېواد فارموله ون يا د موټرو ځغاستې سيالۍ کې سندرې ووايي. خو د جمال جاشقجي کوژدنې جسټن بيبر ته په يوه پرانيستي ليک غوښتنه کړې چې له دې پروګرام څخه په وتلو سره يو "قوي پيغام" واستوي.
جمال خاشقجي پېژندل شوی خبريال و چې د سعودي پر حکومت به يې نيوکې کولې او د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر مياشت په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ کې ووژل شو.
ښاغلی خاشقجي د واده اسنادو ترلاسه کولو لپاره د سعودي کونسلګرۍ ته تللی و.
خديجې چنګېز په دغه استول شوي ليک کې چې په واشنګټن پوسټ کې خپور شوی ليکلي، "زما د ګران جمال د وژونکو لپاره سندرې مه وايه".

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکل شوې جسټن بيبر د ډسمبر پر پنځمه د فارموله ون په سياليو پر مهال پروګرام ترسره کړي. نور هنرمندان به هم په دغه پروګرام کې برخه ولري چې په هغو کې د بريتانيا سندرغاړی ايسپ راکي، فرانسوی ډي جې او سندرې جوړونکې ډېوېډ ګتا او امريکایی سندرغاړی جېس ډرولو شامل دي.
د بشري حقونو څارونکو هم له جسټن بيبر او نورو هنرمندانو غوښتي چې د فارموله ون په کنسرت کې له ګډونه ډه ډه وکړي. دغه ډلې ويلي چې د دې ډول غونډو د ترسره کولو موخه د سعودي د بشري حقونو له سرغړونو څخه پام اړول دي.





