شمالي او سوېلي کوریا بیا د ټلېفون بېړنۍ اړیکه پیل کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
شمالي او سوېلي کوریا د ټلېفون بېړنۍ اړیکه پیل کړه چې تېر جون کې د پیونګ یانګ له خوا پرې شوې وه.
د سوېلي کوریا د ولسمشر دفتر وايي، د دواړو هېوادونو مشرانو هوکړه کړې چې خپلمنځي باور جوړ او اړیکي ښه کړي.
له تېر اپرېل را هیسې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او د سوېلي کوریا ولسمشر مون جه این څو ځلې یو بل ته شخصي لیکونه استولي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابېدو پسې شمالي کوریا پر ۲۰۲۰ کال له سوېلي کوریا سره مخامخ ټلیفوني اړیکه پرې کړه.
له هغه لږ وروسته شمالي کوریا له سوېلي کوریا سره پولې ته نږدې د دواړو هېوادونو د اړیکو دفتر وچاوداوه.
دا دفتر د شمالي کوریا کایسانګ ښار کې د دواړو هېوادونو د ډېرو اړیکو ټینګولو لپاره جوړ شوی و.
فرانس خبري اژانس د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس له مخې وايي: "د شمالي او سوېلي کوریا د لوړپوړو مشرانو د تړون له مخې د جولای د ۲۷ نېټې له لسو بجو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکتیايي لیکې د بیا پیلېدو تدبیرونه ونیول شول. "
د دې رپوټ له مخې دواړو مشرانو هوکړه کړې چې ژر تر ژره خپلمنځي باور ټینګ او اړیکي پرمخ بوځي.
پر ۲۰۱۸ کال د کېم جونګ اون او مون جه این تر دریو لیدنو وروسته د سیول او پیونګ یانګ ترمنځ اړیکي جوړ شول، خو د شمالي کوریا له مشر سره د امریکا د ولسمشر د لیدنې لغوه کېدو سره دا بهیر ختم شو.

د عکس سرچینه، Reuters
د سوېلي او شمالي کوریا ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو سره ځینې هغو کسانو چې له شمالي کوریا ګاونډۍ سویلي کوریا ته تللي وو د بالون په مرسته شپه لیکونه د دغه هېواد خاورې ته واستول.
ویل کېږي له دې شپه لیکونو سره ارزښتناک وسایل د دې لپاره استول کېدل چې خلک دا کاغذونه واخلي.
خو د دې لیکونو استول د دواړو هېوادونو د مشرانو د ۲۰۱۸ کال د هوکړې خلاف و، ځکه پیونګ یانګ له سیول سره ټول پوځي او سیاسي اړیکي پرې کړل.
د ۱۹۵۳ کال له جګړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ کوم د سولې تړون نشته، ځکه دا هېوادونو د جګړې حالت کې دي.









