د امریکا او بریتانیا استخبارات: روسیې د اطلاعاتو د غلا سایبري کمپاین روان ساتلی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا او بریتانیا استخباراتي ادارو د روسیې اړوند پوځي هکران تورن کړي چې په دغو هېوادونو او نوره نړۍ کې یې د پارلمان د غړو په ګډون د سیاسي مشرانو د برېښنالیکونو او نورو مالوماتو د پټولو لپاره سایبري کمپاین روان کړی دی.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپا د دغه سایبري کمپاین بنسټیز اهداف بلل شوي دي.
ویل کېږې په دې لړ کې د بریتانیا د سیاسي ګوندونو په ګډون د نړۍ لروبر سلګونه کسان هدف ګرځول شوي.
د هکرانو دا ډله تورنه ده چې په ۲۰۱۶ کال یې امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د دېموکراتانو برېښنالیکونه هم پټ او خپاره کړي دي.
دوی د فانسي بیر، اې پي ټي ۲۸ او د ټورنټویم په نومونو هم پېژندل کېږي او امریکا وايي د روسیې د استخباراتي ادارې "جي ار یو" د ځانګړو خدماتو له ۸۵ یم عمومي مرکز سره تړاو لري.
دغو کسانو د ۲۰۲۰ کال اوړي کې د ناروې پر پارلمان هم سایبري برید کړی و.
مخکې مایکروسافټ شرکت ویلي و د دغه سایبري کمپاین پر مهال امریکا او بریتانیا کې د سیاسي ګوندونو په ګډون هغه سازمانونه او ادارې په نښه شوي چې نېغ په نېغه ټاکنو کې ښکېل دي.
ویل کېږي دغه کمپاین د ۲۰۱۹ کال نیمايي کې پیل شوی او تر اوسه روان دی.
د امریکا د ملي امنیت اژانس، د سایبري او زیربنايي امنیت ادارې، ایف بي ای او دغه راز د بریتانیا د سایبري امنیت ملي مرکز په یوه ګډه اعلامیه کې د روسیې د اسخباراتي ادارې ۲۶۱۶۵ واحد تورن کړی چې د سایبري بریدونو دغه نړیوال کمپاین کې لاس لري.
ویل کېږي دا ډله د سیاسيونو د بریښنالیکونو سیستم ته د لاسرسي لپاره د نومونو او پاسورډونو ځانګړي سافټوویرونه کاروي.
مایکروسافټ کمپنۍ د ۲۰۲۰ کال سپتمبر کې د دې ډلې په اړه د خبرداري ورکولو پر مهال وویل چې دوی ۱۰۰۰ په پرله پسې ډول اوښتونکي 'ای پي' ادرسونه کاروي.
مایکروسافټ زیاتوي هدف ګرځول شوي حسابونه ښيي چې له څو ورځو ورته هر ساعت کې له ۳۰۰ ځله ډېر د ننوتلو هڅه شوې ده.
امریکا سپارښتنه کوي چې د کمپیوټري سیستمنو د خوندیتوب لارې چارې باید پیاوړې شي.
دوی د نورو تدابیر ترڅنګ د دې وړاندیز هم کوي چې که څو ځله یوه حساب ته په غلط نوم او پاسورډ د ننوتلو هڅه کېږي باید بلاک شي.










