کاناډا کې د مسلمانې کورنۍ وژونکی په "ترهګریز ګام" هم تورن شو

د عکس سرچینه، COURTESY SABOOR KHAN
د کاناډا لوی څارنوال هغه ځوان په ترهګریز ګام هم تورن کړ چې د دغه هېواد اونټاریو ولایت کې په خپل ګاډي د مسلمانې کورنۍ د څلورو غړو په وژلو تورن دی.
د کاناډا پولیس وايي، نتانیل ولټمن نږدې اونۍ وړاندې د افضل کورنۍ غړي د دیني باور له امله قصدا په نښه او "پلان شوي برید" کې په ګاډي ووژل.
شل کلن نتانیل ولټمن د څلورو کسانو په وژلو او د یوه بل کس د وژلو په هڅه هم تورن دی.
د جون پر ۶ د اونټاریو په لندن ښار کې ۴۴ کلنه مدیحه سلمان، د هغې مېړه ۴۶ کلن سلمان افضل، لور یې ۱۵ کلنه یمنا افضل او ۷۴ کلنه نیا یې ووژل شول.
یوازې د دې کورنۍ ۹ کلن زوی ژوندی پاتې او له سختو ټپونو سره روغتون ته ولېږدول شو چې لا هم درملل کېږي.
نتانیل ولټمن- چې پولیس وايي پخوا یې کومه دوسیه نه درلوده- د دوشنبې په ورځ د ویډیو کانفرنس له لارې محکمې ته حاضر شو او قاضي ته یې وویل، لا یې هم وکیل نه دی ګومارلی.
د کاناډا مرستیاله لومړۍ وزیره کرسټینا فریلنډ وايي، مهمه خبره دا ده چې دا برید "ترهګریز عمل" وبلل شو.

د عکس سرچینه، Reuters
د لندن پولیس وايي، له څارنوالانو سره د ښاغلي والټمن د تورونو ثابتولو کې همکاري کوي.
چارواکو د دې باور شواهد لا هم نه دي وړاندې کړي چې له مخې یې "کرکه" د بریدګر انګېزه بللې ده.
د محکمې بله غونډه نږدې اونۍ وروسته د جون پر ۲۱ کېږي.
دغه برید پسې د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو د پېښې قربانیانو نومونه اعلان کړل او پارلمان کې یې ومنله چې د کاناډا ټولنه کې توکمپالنه او د اسلام ضدیت شته او د دې خبرو مخالفان یې وپوښتل: "د دا ډول تاوتریخوالي لیدلو سره څنګه ویلی شئ چې کاناډا کې د اسلام ضدیت نشته. "
د قرباني کورنۍ ګاونډیانو رسنیو ته ویلي د افضل کورنۍ غړي ډېر "مومن"، خپلو مذهبي باورونو ته ژمن او د لندن مسلمانه ټولنه کې ډېر کارند یا فعال وو.
د قربانیانو هیلې

د عکس سرچینه، Getty Images
۱۵ کلنه یمنا افضل- چې د اسلامي زدکړو مرکز نه تر فارغېدو وروسته یې- د اوکریج سیمې ښوونځي کې داخله اخیستې وه، د مسلمانو زدکوونکو د استازیتوب هیله یې درلوده.
د یمنا مور تازه د وسټرن پوهنتون له چاپيریال ساتنې او انجینرۍ برخې فارغه شوې او خپله مسلکي خواله رسنۍ لېکندین کې یې لیکلي، د اقلیمي بدلون ستونزو برخه کې کار کول غواړي.
د دې کورنۍ یوه خپلوان د کاناډا سي بي اېس تلوېزون ته ویلي سلمان افضل "متواضع" سړی او خپلې ټولنې ته ژمن و.
د ۲۰۱۶ کال سرشمېرنې له مخې، د انټاریو سوېل لوېدیځ ته په نږدې دوه سوه کیلومترۍ کې پروت لندن ښار د مختلفو توکمونو وګړي لري.

د عکس سرچینه، Reuters
د دغه ښار هرو پنځو وګړو کې یو بهر کې زېږېدلی او عرب توکمه وګړي یې لوی اقلیت جوړوي.
پر ۲۰۱۷ کال د کاناډا کبک سیټي کې پر جومات له برید وروسته دا تر ټولو بده پېښه بلل کېږي.
هغه برید کې شپږ عبادتګر ووژل شول او بریدګر هم په عمربند محکوم شو.









