د بريتانیا لومړي وزیر ته د امریکا د ولسمشر ډالۍ

Custom-made bicycle given by Joe Biden to Boris Johnson

د عکس سرچینه، Bilenky Cycle Works

د عکس تشریح، دا بایسکل فیلاډېلفیا کې یوه کوچني شرکت جوړ کړی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن سره خپله لومړۍ لیدنه کې هغه ته په لاس یو جوړ شوی بایسکل ډالۍ کړی دی.

دغو مشرانو د جمعې پر ورځ د بریتانیا د سویل لویدیځ کورنوال ښار په کاربیس خلیج کې د "جي ۷" سرمشریزې پر مهال ولیدل.

دا بایسکل فیلاډېلفیا کې یوه کوچني شرکت جوړ کړی.

د دا ډول بایسکلونو جوړول معمولاً څو میاشتې وخت اخلي خو دا یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سپارښتنه په څو ورځو کې جوړ کړی.

پر دغه سپین، سور او اسماني رنګه بایسکل د امریکا او بریتانیا بېرغونه کښل شوي دي.

د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن وخت ناوخت لیدل کېږي چې د لندن په سړکونو پر بایسکل ګرځي.

هغه هم د امریکا ولسمشر ته د لومړۍ لیدنې پر مهال یوه ډالۍ درلوده.

ښاغلي جانسن جو بایډن ته امریکا کې د مریيتوب خلاف د مشهور مبارز فرېډېریک دوګلاس نقاشي شوی عکس ورکړی چې په دیوار راځړېږي.

دوګلاس چې پخوا پخپله هم غلام و، ۱۹مه پېړۍ امریکا کې د غلامۍ د لغوه کېدو د غورځنګ مخکښ څېره شوه.

د هغه دا انځور مخکې له ډېرو نورو نقاشیو سره په اېډینبورګ ماڼۍ کې راځړېده.

د امریکا د ولسمشر لخوا د بریتانیا لومړي وزیر ته ډالۍ شوی بایسکل د 'بلېنکي سایکل ورکس' په نوم شرکت جوړ کړی.

Bike helmet given by Joe Biden to Boris Johnson

د عکس سرچینه، Bilenky Cycle Works

دغه کوچنۍ کمپڼۍ ټولټال ۴ کارکوونکي لري او د دا ډول بایسکل پر جوړولو تر ۱۸ میاشتو وخت لګوي.

د فیلاډلفیا اېنکوایرر ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تېرې می میاشتې په ۲۳مه د دغه شرکت له څښتن 'سټیفن بلېنکي' سره اړیکه نیولې او د دغه بایسکل او همرنګه حفاظتي خولۍ سپارښتنه یې ورکړې ده.

په رپوټ کې راغلي چې دې ډالۍ ته ۱۵۰۰ ډالر بودیجه پام کې نیول شوې، خو دا د بلېنکي شرکت د تر ټولو ټیټې بیې دریمه برخه جوړوي.

ښاغلي بلېنکي اېنکوایرر ورځپاڼې ته ویلي چې دا سپارښتنه یې د شرکت د نوم ایستلو لپاره منلې او ګواکې اوس د دوی په اړه تبصرې هم پیل شوې دي.

Prime Minister Boris Johnson and US President Joe Biden at G7 meeting in Carbis Bay, during the G7 summit in Cornwall

د عکس سرچینه، PA Media