ملګري ملتونه: ایتوپیا کې ۳۳ زره ماشومان له لوږې د مرګ له خطر سره مخامخ دي

د عکس سرچینه، Reuters
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونسف خبرداری ورکړی چې د ایتوپیا په ټېګري سیمه کې ۳۳۰۰۰ ماشومان چې وار دمخه خوارځواکه دي د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د ټېګرې په سیمه کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ د جګړې له پېلېدو راهیسې یو اعشاره اوه میلیونه کسان له دې سیمې بې ځایه شوي دي.
وروسته له هغه چې د ایتوپیا په شمال کې د حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو په ملاتړ ترسره شوې یوې څېړنې موندې خپرې شوې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارک لوکوک وویل د ایتوپیا په شمال کې قحطي خپره ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي وویل: ''همدا اوس هلته قحطي ده چې حالات به ورسره ډېر ناوړه شي. ''
څېړنې موندلې چې د ایتوپیا په جګړه ځپلې ټېګرې سیمه کې ۳۵۰ زره کسان 'جدي بحران ' کې ژوند کوي او د خوړو له پلوه په سیمه کې حالت د ' ناورین ' حد ته رسېدلی دی.
څېړنه وايي د ټېګرې په پراخه سیمه کې د خلکو پاتې کوچنۍ ډلې له لوږې او له دې امله مرګ سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، د خوړو او کرنې سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف د بحران د له مینځه وړولو لپاره د چټک اقدام غوښتنه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې په ټېګرې د حالاتو جاج د ملګرو ملتونو په ملاتړ او د ایتوپیا د حکومت له رضایت پرته اخیستل شوی ځکه چې حکومت ټینګار کوي چې په سیمه کې یې حالت بېرته عادی کړی او اوس لاسرسي ورته ډېر شوی دی.
''مرګ مو دروازه ټکوي''
د ټېګرې سیمې په لوېدیځ د یوې لرې پرتې ولسوالۍ هفته همېرا اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي چې په دې اونۍ کې هغوی د ولږې په څنډه کې دي.
په تېلېفون کې یوه سړي وویل: ''موږ خوړلو ته هېڅ نه لرو ''. دغه سړي زیاته کړه چې په تېرو اوو میاشتو کې د جګړې پرمهال د دوی کروندې او څاروي لوټل شوي دي او اجازه ورته نه وه چې له هغو ملیشه ځواکونو نه مرسته ترلاسه کړي چې په سیمه کې د حکومت پرضد جنګېږي.
دغه ۴۰ کلن بزګر وویل ''موږ د خپلو فصلونو پاتې شونې خوړل او وتوانېدو چې ځانونه پټ کړو، خو اوس موږ د خوړولو لپاره هېڅ هم نه لرو، هېچا له موږ سره مرسته نه ده کړې، تقریباً ټول وګړي له مرګ سره مخامخ دي، د نه خوړو له امله مو سترګې اغیزمنې شوې، حالات ډېر خطرناک دي، مرګ زموږ دروازې ټکوي، تاسو زموږ د هر کس په څېره کې لوږه لېدلی شئ. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د سیمې اوسېدونکو ويلي چې له مرستو بار لارۍ یې لېدلي چې د دوی له سیمې تېر شول خو هېچا د دوی پر ستونزو د ځان پوهولو هڅه وکړه کړه.
د یادونې ده چې په ۱۹۸۴ کال کې په ټېګري او څنګ لوري ولایت ولو کې د جګړو او وچکالۍ له امله قهطي راغلي وه چې په ترڅ کې یې تر یو میلیون پورې وګړي مړه شول.
په ټېګرې کې ترسره شوې څطړنه وايي چې په سیمه کې رامنځ ته شوی حالت د کړکېچ، خلکو د بې ځایه کېدو، پر تګ راتګ د محدودیتونو، د محدود بشري لاسري، د فصلونو او څارویو له لاسه ورکولو او د مارګیټونو د نشتوالي پایله ده.
څېړنه وايي چې تر می میاشتې پورې په سیمه کې پنځه نیم میلیونه وګړو په جدي توګه د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخامخ وو او شونې ده چې تر راتلوونکي سپتمبر میاشت پورې حالات لا ډېر خراب شي.









