"چین پر اویغور مسلمانانو 'د احساساتو مالومولو سافټ وېئر' کارولی"

د عکس سرچینه، Reuters
بي بي سي ته ویل شوي د چین په شینجیانګ کې پر اویغور توکمو د داسې کامرو سسټم ازموینه شوې چې د څېرې له تاثراتو د انسان احساسات مالومولی شي. دا سیستم په AI یا مصنوعي ځیرکتیا تکنالوژۍ سمبال دی
یو سافټ وېئر انجنیر ادعا کړې چې د سیمې پولیس مرکزونو کې یې دغه ډول سېسټم ځای پر ځای کړی دی. دې کس د نوم نه یادولو په شرط د بي بي سي له پانوراما خپرونې سره خبرې کړې دي.
وایي، د دې کامرو په لګولو کې یې مرسته کړې ده. د امنیتي اندېښنو له کبله د هغه شرکت نوم هم نه یادېږي چې نوموړي ورسره دنده درلوده.
دې انجینر بي بي سي ته د پنځو ایغور توکمو کسانو تصویرونه ښوولي چې په خبره یې د احساساتو معلومولو کمرې سسټم پرې ازمویل شوی دی.
د بشري حقونو یوې فعالې دا ثبوتونه له لیدو وروسته بوږنونکي بللي دي.
لندن کې د چین سفارت د دې ادعا په هکله مستقیماً څه نه دي ویلي، خو وايي، د سیمې د ټول لږکي بشپړ سیاسي او ټولنیز حقوق لري.
"چین اویغور لږکي د لابراتوار موږکانو په څېر کاروي"

دغه انجنیر وايي: ''چین حکومت اویغور توکمه خلک د بېلا بېلو ازموینو لپاره داسې کاروي، لکه په لابراتورونو کې چې موږکان کارول کېږي ''.
هغه د کامرو ځای پر ځای کولو کې د خپل رول په هکله وویل: ''موږ ۳ ایم ډوله کمرې ځای پر ځای کړې، دا دروغ ویلو معلومونکې الې په څېر دي، خو تکنالوژي ډېره پرمختللې ده. ''
د ده په وینا ''پولیس داسې څوکۍ کاروي چې پرې ناست کس ورپورې تړل کېږي او دا ډول څوکۍ د چین په لر او بر کې پولیس مرکزونه کاروي. ''
نوموړي د دې کامرو په هکله معلومات ورکړل چې څنګه د څېرې تاثراتو او ان د پوست مسامو کې بدلون ثبتوي.
د ده د ادعا له مخې دغه سسټم په یوه ګرد یا دایروي چارټ کې د مضطرب یا لالهاند ذهني کیفیت لپاره سور رنګه برخه برالا کوي.
دا کس دغه راز ادعا کوي چې ''د دې سافټ وېئر هدف له هر ډول باوري ثبوت پرته له مخکې قضاوت کولو ته لار هوارول دي. ''
د بشري حقونو ډلې څه وایي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په لندن کې د چین سفارت بیا د احساساتو معلومولو لرونکي سافټ وېئر په هکله د مخامخ خبرو پر ځای په دې هکله وویل:
''خلک د توکمیز تړاو ته له پام پرته سوله ییز او باثباته ژوند لري او پر شخصي ازادي له بندیزونو پرته په همغږۍ سره اوسي. ''
د بشري حقونو څار ادارې (هیومن رایټس واچ) چین څانګې مشرې سوفي ریچارډسن بیا د دې موضوع ثبوتونو له لیدو وروسته وویل:
''دا بوږنونکي مواد دي. دا یوازې دومره نه ده چې خلک په یوه دایروي چارټ کې ځایول کېږي، بلکې دا هغه خلک دي چې تر سخت فشار لاندې په اجباري حالاتو کې اوسي، انسان پوهېږي چې دوی څومره وارخطا دي، او زه فکر کوم داپه ژوره توګه ستونزمن حالت دی. ''
شینجیانګ کې نژدې ۱۲ میلیونه ایغور توکم خلک اوسي چې ډېری یې مسلمانان دي. د سیمې خلک په ورځني ژوند کې تر څار لاندې دي.
په همدې سیمه کې ناندریز 'بیا زدکړې مرکزونه ' هم شته، چې د بشري حقونو فعالان یې داسې توقیف کمپونه بولي چې کلکه ساتنه یې کېږي او د دوی په وینا نژدې یو میلیون کسان پکې توقیف ساتل کېږي.
بیجینګ کې بیا چارواکي وايي، د دې سیمې څار ځکه مهم دی، چې د دوی په خبره هغو بېلتون پالو چې ګوښی ایالت غواړي، په ترهګریزو بریدونو کې سلګونه کسان وژلي دي.








