فرانسه؛ د پولیسو پر مرکز چړې برید کې افسره وژل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د فرانسې په سوېل لوېدبځ رامبویه کې د پولیسو پر یوه مرکز د چړې برید کې د مرکز یوه کارمنه وژل شوې ده.
د ترهګرۍ پر وړاندې څېړونکي د پېښې څېړنه کوي او له دې پېښې سره د ترهګریز برید په توګه چلن کېږي.
پولیسو ته خبر ورکړل شو چې ۴۸ کلنه بې وسلې ښځه په غاړه په چړې وهل شوې ده.
پر ۳۶ کلن مشکوک بریدګر هم ډزې شوې دي چې رپوټونه وايي څو کاله مخکې له تونس نه فرانسې ته تللی و او تر ډزو وروسته یې روغتون کې سا ورکړې ده.
پېښه د جمعې په ورځ تر ماسپښین وروسته د پولیسو د مرکز په دروازه کې شوې ده.
عیني شاهدانو ویلي، یو سړی یې ولید چې د پولیسو د مرکز له ودانۍ بهر یې قدم واهه او په ټیلیفون کې یې خبرې کولې، بیا یې دې مرکز ته د ننوتلو فرصت وموند او په دروازه کې یاده ښځه ورسره مخامخ شوه.
که څه هم دې سړي خپل کار وکړ او ښځه یې په چړې ووهله خو د ښځې نورو ملګرو پر ده ډزې وکړې.
د فرانسې لومړی وزیر او کورنیو چارو وزیر جیرالد ډارمانین د پېښې ځای ته ورغلي.
لومړي وزیر جان کاسټکس پر ټوېټر لیکلي: "جمهوریت په یوه بې پایه وحشیانه او ناځوانه عمل کې خپله یوه اتله له لاسه ورکړه".

د عکس سرچینه، Getty Images
پولیسو له خلکو غوښتي چې د پېښې په تړاو له ګنګوسو خپرولو ډډه وکړي. چارواکي وايي، بریدګر د فرانسې د استخباراتو په سیستم کې مشهور سړی نه و.
پنځه کاله مخکې هم په یاده سیمه کې پر دوو پولیسو د هغوی په کورونو کې بریدونه شوي وو چې تر مرګه یې ورسول.
تېر کال د فرانسې په شمال لوېدیځ کانفلانس سان اونورین کې یو ښوونکی خپل ښوونځي ته څېرمه حلال کړل شو.
په ۲۰۱۹ کال د پاریس د پولیسو پر مرکز برید کې درې پولیس ووژل شول. بریدګر په دې مرکز کې د کمپیوټر کارمن و.










