امریکا کې د پولیسو په ډزو د تور پوستي وژلو تازه پېښه؛ مینیاپولېس کې له لاریون وروسته ګرځبندیز

لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا مینیاپولېس شمال ته په بروکلين سنټر ښار کې وروسته له هغه ګرځ بندیز اعلان شو چې د پولیسو په ډزو یو تور پوستی ووژل شو.

له دې پېښې وروسته قهرجن لاریون وشو او پولیس اړ شول چې اوښلن ګاز وکاروي.

د وژل شوي کس خپلوان وايي چې د پولیسو په لاس وژل شوی کس ډونټې رایټ نومېده او شاوخوا شل کلن وو.

د بروکلي سنټر ښاروال په ځايي وخت تر شپږو بجو پر ګرځېدو د بندیز اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې د ځان خوندي ساتلو لپاره کورونو ته ستانه شي.

دا پېښه پرون داسې مهال شوې چې په مینیاپولېس کې د وژل شوي تور پوستي جورج فلویډ په وژنه کې د ښکیلو کسانو د محاکمې له امله وضعیت ډېر ترینګلی دی.

د مینیسوټا ایالت والي ټېم والز ویلي وضعیت له نږدې څاري او د رایټ کورنۍ ته دعا کوي.

د مینیا پولیس له مرکزي سیمې څو کیلومتره شمال لور ته پرون یکشنبه ناوخته سلګونه اعتراض کوونکي د بروکلي سنټر پولیسو د مرکز په مخکې له پولیسو سره په داسې حال کې مخامخ شول چې نارو کې یې د ډونټې رایټ نوم یاداوه.

لاریونوال

د عکس سرچینه، Reuters

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د پولیسو دوه موټر په ډبرو ویشتل شوي او معترضان پرې ور ختلي دي.

وروسته پولیسو له خلکو وغوښتل چې خواره شي او په ویډیوګانو کې لېدل کیږي چې پولیس اوښلن ګاز او غږیز بمونه کاروي.

ځايي رسنیو رپوټ ورکړی چې د بروکلين سنټر په ځینو سیمو کې د چورتالان پېښې هم رامنځته شوې دي.

ځايي ښاروال مایک ایلیوټ پر ټویټر بیان کې ویلي: " موږ غواړو چې ټول خوندي اوسي، لطفا ځان خوندي کړئ او د مهربانۍ له مخې کورونو ته ولاړ شئ" .

د تېر میلادي کال په نیمايي کې د مینو سوټالت په مینیاپولیس ښار کې کې د جورج فلویډ په نوم یو تور پوستی د پولیس له خوا د نیول کېدو پېښه کې ومړ.

پولیسو هغه ونیو او پر ورمېږ یې ګونډه ور کېښوده، که څه هم هغه ویل چې سا نه شې اېستلی خو پولیسو دی کلک نیولی وو.

جورج فلویډ د یوه جعلي نوټ لرلو په تور ونیول شوی وو. دې پېښې د امریکا لر او بر کې پراخ لاریونونه را وپارول.