تر شګو لاندې پټ ۳۰۰۰ کلن لرغونی ښار موندل شوی

مصر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لرغونی ښار د مصر مهمو تاریخي اثارو ته نژدې موندل شوی

مصر کې د فرعونانو ۳۰۰۰ کاله لرغونی ښار چې شګو لاندې کړ و، موندل شوی دی. دا د لرغونپوهنې له اړخه د توتانخامون تر مقبرې را وروسته تر ټولو مهمه موندنه ده.

الاقصر ته نږدې د دغه "ورک شوي زرین ښار" د موندل کېدو اعلان مخکښ مصرپوه زاهي حواس د پنجشنبې پر ورځ وکړ.

هغه وویل دا ښار اتېن نومېږي او تر دې دمه له ټولو ستر لرغونی ښار دی چې مصر کې موندل کېږي.

د دغه ښار د موندلو چارې د ۲۰۲۰ کال سپتمبر کې پیل او په څو اونیو کې وموندل شو.

د دې ښار لرغونتیا د درېیم امېنحوتپ د پاچاهۍ دور ته ورګرځي چې د مصر له ځواکمنو فرعونانو و او له میلاد څخه وړاندې یې له ۱۳۹۱ تر ۱۳۵۲ کال پورې حکومت کړی.

دا ښار وروسته د 'ای' او 'توت انخامون' فرعونانو پر مهال هم موجود و چې مقبره یې په ۱۹۲۲ کال د بریتانوي لرغونپوه هوارډ کارتر لخوا په نږدې سالم ډول د پاچاهانو دره کې وموندل شوه.

د امریکا د بالتیموور په جان هاپکنز پوهنتون کې د مصرپوهنې استاده بېتسي براین وايي: "د دغه ورک ښار موندنه د لرغونپوهنې له اړخه د توت انخامون د مقبرې تر موندل کېدو را وروسته تر ټولو مهمه موندنه ده."

هغه زیاتوي چې دا ښار به (د فرعونانو) د امپراتورۍ د تر ټولو بډایه او شتمنې دورې پر مهال د مصریانو د ژوندانه په تیاره اړخونو پوهېدو کې مرسته وکړي.

مصر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کېندنو لړ کې ګڼ شمېر لرغوني توکي هم موندل شوي
مصر

د عکس سرچینه، Dr Zahi Hawass on Facebook

د عکس تشریح، داسې باور کېږي چې د دې ښار لرغونتیا د درېیم امېنحوتپ د پاچاهۍ دور ته ورګرځي چې د مصر له ځواکمنو فرعونانو و

د دې کېندنو پر مهال د ګاڼیو، رنګینو خټینو لوښو، د خزدکو (مامیو) تغویذونو او د خټینو خښتو په څېر چې د درېیم امېنحوتپ نښان پرې لګېدلی، ګڼ شمېر با ارزښته لرغوني توکي موندل شوي دي.

دې ډلې د کیندنو چارې د پلازمېنې قاهرې د سویل ۵۰۰ کیلومترۍ کې د الاقصر لویدیزه څنډه کې د پاچاهانو درې ته نږدې پیل کړې.

ډاکتر حواس په خپل بیان کې ویلي: "څو اوونیو کې په حیرانتیا سره هر لوري ته د خټینو خښتو د جوړښتونو راڅرګندېدل پیل شول. دوی چې څه وموندل یو ستر ښار و چې په ښه حالت کې خوندي پاتې شوی، دیوالونه یې تقریباً بشپړ او خونې یې د ورځني ژوند له وسایل ډکې دي."

د دغو کېندنو پر پیل اوس اووه میاشتې اوړي او تر دې دمه د یوه نانوايي (ډوډۍ پخلنځی)، اداري تاسیساتو او استوګنیزې سیمې په ګډون بېلابیلې برخې رابرسېره شوې دي.

مصر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکتر حواس د لرغونو توکو وزیر پاتې شوی

ډاکتر حواس چې پخوا د لرغونو اثارو وزیر پاتې شوی، وايي:

"ګڼو بهرنیو ماهرینو دا ښار لټولی و، خو هېڅ څرک یې ونشو لګولی."

نوموړی زیاتوي چې سیمه کې لا د کېندنو کارونه روان دي او ډله یې "هیله منه ده چې له خزانو ډکې او لاس ناخوړلې مقبرې به پیدا کړي."

مصر هڅه کوي چې دغه هېواد کې له کلونو سیاسي اړودوړ او ورپسې د کورونا وبا له کبله د خپلو تاریخي میراثونو او ګرځندوی کمزوری شوی صنعت بېرته پر پښو ودروي.

مصر

د عکس سرچینه، Zahi Hawass on Facebook

د عکس تشریح، لرغونپوهانو ګڼ زېور (ګاڼه) او لوښې هم موندلي
مصر

د عکس سرچینه، Reuters

دغه هېواد په دې لړ کې تېره اوونۍ په یوه تاریخي اقدام کې د لرغونو پاچاهانو مومیایان د قاهرې له منځه په تېرولو سره خپل نوي ارام ځای ته یوړل.

په دغو پرتمینو مراسمو کې د ۱۸ واکمنانو او ۴ ملکو مومیایان د مصر له کلاسیک موزیم څخه د مصر د تمدن نوي ملي موزیم ته ولېږدول شول چې ۵ کیلومتره سره واټن لري.

نوي ارام ځای ته لېږدول شویو مومیایانو کې درېیم امېنحوتپ او د هغه ملکه تيي هم وو.