مصرۍ کپتانه مروه السلحدار: "د سویس کانال بندېدلو ملامتي یې پر ما اچوله"

Marwa Elselehdar

د عکس سرچینه، Marwa Elselehdar

د عکس تشریح، مروه السلحدار د مصر لومړنۍ بېړۍ کپتانه ده.
    • Author, جوشوا چیتم
    • دنده, بي بي سي

تېره میاشت مروه السلحدار یو عجیب وضعیت ولید. د یوې کانتیتر لېږدوونکې لویې بېړۍ اېورګېون خبر خپور شو چې د مصر سویس کانال کې په اوږدو بنده پاتې شوې او د نړۍ یوه له تر ټولو مهمه سمندر لار یې د نورو کشتیو پر مخ تړلې.

خو کله چې دې خپل موبایل وکاته، پر انټرنټ داسې ګونګوسې وې چې ګواکې دا کار د دې له لاسه شوی دی.

مروه چې لومړۍ مصرۍ بېړۍ کپتانه ده وايي زه حیرانه شوم.

کله چې د سویس کانال بند شوی و، آغلې السلحدار د ایدا څلور بېړۍ مرستیالي کوله چې سلګونه کیلومتره لېرې الکساندریا کې وه.

دې کشتۍ چې د مصر سمندري خوندیتابه ادارې پورې اړه لري په سره سمندر کې د څار یوه برج (څراغخونې) ته مواد رسول. همدا کشتۍ د ساینس په برخه کې د عرب اکاډمۍ، ټکنالوژۍ او سمندري ترانسپورت یا AASTMT زدکوونکو ته چې د عرب لیګ له خوا د اداره کېدونکي سیمه ییز پوهنتون ده روزنه ورکوي.

د ایورګېون بېړۍ د بند پاتې کېدو په پېښه کې د مروه السلحدار ملامتول د هغه جعلي خبر د سکرین شاټ له خپرېدو وروسته تر ډېرو ورسېد چې ګواکې عرب نیوز خپور کړی و او دا یې په پېښه کې ښکېله بللې وه.

دا بدل شوی تصویر د عرب نیوز د یوه اصلي مطلب و چې د مارچ پر ۲۲ یې د مصر لومړنۍ ښځینه کپتان په توګه د مروې پر بریا خپور کړی و. دا عکس لسګونه وارې پر ټوېټر او فېسبوک شریک شوی و.

د دې په نامه څو ټوېټر حسابونو هم ناسمې ادعاوې خپرې کړې وې چې ګواکې د ایورګېون بېړۍ په پېښه کې ښکېله ده.

۲۹ کلنه مروه السلحدار بي بي سي ته وویل نه پوهېږم لومړی ځل چا او ولې دا خبر خپور کړ.

هغه وايي، "ما داسې احساس وکړ ښايي د دې له پاره هدف ګرځېدلې یم چې په دې مسلک کې لومړنۍ بریالۍ ښځینه یم او یا دا چې مصرۍ یم، خو بیا هم ډاډه نه یم. "

دا لومړی ځل نه دی چې په داسې یوه صنعت کې چې له تاریخي پلوه نارینه په کې واکمن ول یوه ښځه له ننګونو سره مخ کېږي. د نړیوال سمندري سازمان شمېرو له مخې دمګړۍ د نړۍ سمندري کاروبار کې یوازې ۲ سلنه یې ښځې دي.

Marwa Elselehdar

د عکس سرچینه، Marwa Elselehdar

د عکس تشریح، مروه وايي ځینو مثبتو ځوابونو خپل کار ته هڅولې چې د ګونګوسو پر وړاندې یې د دې ملاتړ وکړ.

مروه وايي تل یې سمندر خوښېده او وروسته له هغه یې الهام واخیست چې د سوداګریز سمندري چلن سره یوځای شي چې ورور یې د عرب اکاډمۍ، ټکنالوژۍ او سمندري ترانسپورت یا AASTMT کې دنده ترلاسه کړه.

اکاډمۍ هغه مهال یوازې نارینه منل، خو دې بیا هم غوښتنلیک ورکړ او وروسته له هغه اجازه ورکړل شوه چې د هغه مهال مصري ولسمشر حسني مبارک قانون ته بیا کتنه وکړه.

السلحدار وايي، د زدکړو پر مهال په هر موړ کې ورسره جنسیتي چلند شوی.

هغه وايي، "په کشتۍ کې به ټول د بېلابېلو فکرونو پاخه عمره نارینه ول، نو ګرانه وه چې د خپل فکر وال خلک پیدا کړې چې ورسره خبرې وکړې. دا ټول یوازې تېرول سخته وه او پر دې ستونزې غلبه کولو مې پر دماغي روغتیا اغېزه درلوده. "

آغلې السلحدار وايي، "زموږ د ټولنې خلک تراوسه هم نه شي منلی چې یوه نجلۍ دې له خپلې کورنۍ لېرې په سمندر کې د اوږدې مودې له پاره کار وکړي. خو د هغه کار په کولو کې چې ورسره مینه لرئ، اړینه نه ده چې د هریوه کس تایید ترلاسه کړئ. "

تر فراغت وروسته مروه له مرستیالۍ د اېدا څلور کشتۍ تر کپتانۍ وروسېده چې په ۲۰۱۵ کال کې د سویس په نوي پراخ شوي کانال کې لومړنۍ کشتۍ وه چې وخوځېده او مروه په کې لومړنۍ ځوانه ښځينه مصرۍ کپتانه وه.

کله چې آوازې خپرې شوې چې ګواکې د سویس کانال په بندېدو کې د دې لاس و، مروه اندېښمنه وه چې پر کار به یې اغېز وکړي.

آغلې السلحدار وايي، دا جعلي خبر په انګلیسي ژبه و نو په نورو هېوادونو کې هم خپور شوی و. دا وايي ما ډېره هڅه وکړه هغه څه چې په مطلب کې و ناسم ثابت کړم ځکه زما او ټولو هڅو ته یې زیان رساوه. خو وایي ځینو غبرګونونو وهڅولم.

مروه وايي "پر مطلب ډېرې منفي تبصرې شوې وې خو د ځینو عامو خلکو او هغو له خوا چې ورسره کار کوم ملاتړي غبرګونونه هم ول. نو پرېکړه مې وکړه چې ټول تمرکز مې پر ملاتړ او مینه وکړم چې ماته راکړل شوې، نو خپله غوسه مې منندوی-والي ته واړوله. "

دا وايي، دا هم باید یاده کړم چې تر پخوا هم زه مشهوره شوې یم.

آغلې السلحدار وايي، "هغو ښځو ته چې غواړي په سمندري چلن کې کار وکړي زما پیغام دا دی چې د هغه څه له پاره چې ورسره مینه لرئ جګړه وکړئ او منفي-والي ته وخت مه ورکوئ چې درباندې اغېز وکړي. "