کریم خان؛ د جرمونو نړیوالې محکمې نوی مشر څومره پېژنئ؟

کریم خان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کریم خان د کینیا د مرستیال ولسمشر ویلیم روټو او د معمر القذافي د زوی سیف الاسلام وکیل هم پاتې شوی.

د جرمونو د نړیوالې محکمې يا اى سي سي د مشرې څارنوالې فاتو بنسودا، چې د ډونلډ ټرمپ ادارې یې پر وړاندې محدودیتونه لګولي وو، پرځای مشهور بریتانوی وکیل او حقوقپوه کریم احمد خان نوی مشر څارنوال ټاکل شوی دی.

۵۰ کلن خان به په عراق کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د ناوړه اعمالو او جرمونو په اړه د څېړنډلې مشري کوي.

د بي بي سي د دیپلوماتیکو چارو خبریال جیمس لانډال وايي، د خان بریا له اروپايي ټولنې د بریتانیا تر وتلو وروسته د دغه هېواد د دیپلوماتیکې بریا په توګه ګڼل کېږي.

د جرمونو نړیواله محکمه چې مرکز یې هالنډ کې دی، تل د جنګي جرمونو او بشرضد جنایتونو په اړه څېړنې کوي.

د دویم پړاو رایې اچولو بهیر کې ښاغلي خان د ټول ټال ۱۲۳ هېوادونو له رایو څخه د ۷۲ هېوادونو رایې خپلې کړې او د ایرلنډ،‌ ایټالیا او اسپانیا پر نوماندانو مخکې شو.

کریم خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کریم خان به عراق کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې د جنایتونو څېړنه وکړي

په پام کې ده چې ښاغلی خان به د محکمې د مشر څارنوال په توګه د نهو کلونو لپاره په جولای میاشت کې خپله دنده پیل کړي.

دا د دغې محکمې په ۱۸ کلن تاریخ کې درېیم عمومي مشر څارنوال دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب دغه مقام ته د ښاغلي خان د ټاکل کېدو هرکلی کړی چې وايي "کریم په نړیوال قانون کې پراخه تجربه لري چې د عدالت پلی کولو او جرمونو څېړنو کې به ګټور تمام شي".

کریم خان

د عکس سرچینه، TWITTER

د عکس تشریح، کریم خان د یزیدیانو د ۱۰۴ مړو سپارلو مراسمو کې

خان د لندن کېنګ جورج پوهنتون په قانون کې لېسانس کړی.

نوموړي پخپل اوه ویشت کلن قانوني کار کې د نړیوالو جنايي محکمو سربېره له سیمه ییزو محکمو سره هم کار کړی.

هغه د مخکېنۍ یوګوسلاویا د جنګي جرمونو اړوندو قضیو او د روانډا او لبنان په ځانګړو محکمو کې هم تجربه درلوده.‌

کریم خان د لیبیا د پخواني واکمن معمر القذافي د زوی سیف الاسلام مدافع وکیل هم پاتې شوی.

کریم خان له ۲۰۱۸ کال راهیسې په عراق کې د (اسلامي دولت) نومې ډلې د جنګي جرمونو او ډله ییزو جنایتونو په تړاو د څېړنډلې مشري هم کوي چې دا قضیه اوس په (یونیټاډ) نامه یادېږي.

راتلونکې ګواښونه

فاتو بنسودا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فاتو بنسودا وايي اټکل دی چې لوېدیځه تراډه او ختیځ قدس کې جنګي جرمونه شوي.

د کریم خان نوې دنده کې به نوموړی افغانستان او فلسطیني خاوره کې د جنګي جرمونو د څېړلو د څرنګوالي له ستونزو سره مخامخ وي.

په داسې حال کې چې امریکا د روسیې او چین سربېره د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني، واشنګټن ددغې محکمې پر اوسنۍ مشرې فاتو بنسودا په افغانستان کې د امریکا د کړنو په اړه د څېړنو له کبله بندیزونه لګولي چې د سفر بندیز هم پکې راځي.