چین ولې پر "بي بي سي ورلډ نیوز" بندیز ولګاوه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
چینايي چارواکو پر "بي بي سي ورلډ نیوز" بندیز لګولی او دا سرویس یې په "خطرناک ډول" د خپرونو د قوانینو په سرغړونه تورن کړی دی.
چین د کورونا وېروس د خپرېدو او ایغور لږکیو د ربړونې د رپوټونو له کبله پر "بي بي سي" نیوکه کوي.
"بي بي سي" د چینايي چارواکو دې پرېکړې نهیلې کړې ده، په تېره کله چې د بریتانیا د مخابراتو د تنظیم پلاوي "افکام" په بریتانیا کې د چین د نړیوالې تلوېزیوني شبکې د خپرونو جواز لغوه کړ.
د چین د فلمونو، تلویزیون او حکومتي رادیو ادارې د پنجشنبې په ورځ په خپله پرېکړه کې وویل، د چین په اړه د "بي بي سي ورلډ نیوز" رپوټونه د خپرونو لارښوونې "په خطرناک ډول تر پښو لاندې کوي"، یو شرط پکې دا دی چې "خبرونه ریښتیني او عادلانه" وي او "د چین ملي ګټو ته زیان" ونه رسوي.
سرچینه وايي، د یو بل کال لپاره د "بي بي سي" د خپرونو د جواز غوښتنه ونه منل شوه.
"بي بي سي" په یوه ویناپاڼه کې ویلي: "نهیلي شوي یو، ځکه چې چینايي چارواکو دا ګام واخیست. بي بي سي د نړیوالو خبرونو خپرولو یوه ډېره باوري سرچینه ده، د نړۍ له هر ګوټه په عادلانه ډول او له وېرې پرته او په بې پرېتوب خبرونه وړاندې کوي".
"بي بي سي نیوز" چینل په انګلیسي ژبه خپرونې کوي. په چین کې یوازې په نړیوالو هوټلونو او دیپلوماتیکو ځایونو کې یې خپرونو ته اجازه ورکړل شوې، په دې مانا چې ډېری چینایان یې نه شي کتلی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب دا ګام "د رسنیو د ازادۍ محدودولو نا منل شوی" عمل بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د چین پر دې پرېکړه نیوکه کړې چې وايي، دا په چین کې د رسنیو د ځپلو د پراخ کمپاین یوه برخه ده.
"ار ټي اېچ کې" (د هانګ کانګ تلویزیون او راډیو) ویلي، د "بي بي سي" نړیوال سرویس خپرونې به وځنډوي. وړاندې دا خپرونې هره ورځ د شپې له یوولسو بجو د سهار تر اوو بجو وې.
خو لاهم د "بي بي سي ورلډ نیوز" تلویزیوني خپرونې هانګ کانګ کې کتلی کېدای شي.
تمه ده هانګ کانګ - چې پخوا د بریتانیا مستعمره و- تر ۲۰۴۷ کاله د چین او بریتانیا ترمنځ د د هوکړې له مخې د رسنیو د ازادۍ ځینې حقونه او ازادۍ وساتي.
په هانګ کانګ کې د خبریالانې د ټولنې مشر کریس یونف کین هېنګ وویل، د بي بي سي سرویس په اړه پرېکړه "ځوروونکې او اندېښمنوونکې ده".
اویغور لږکي

د عکس سرچینه، AFP
د بي بي سي ویاندې ویلي: "د چینايي چارواکو دا پرېکړه غندو. دقیقو او بې پرې خبرونو ته لاسرسی د انسان اساسي حق دی چې د هانګ کانګ وګړي باید ترې محروم نه شي، هره اونۍ میلیونونه کسان پر بي بي سي نیوز تکیه کوي".
بي بي سي دا ادعا رد کړې چې ګنې بې پرېوالی نه مراعتوي.
چین په تېرو دوو کلونو کې پر بهرنیو رسنیو په تدریجي ډول بندیزونه ډېر کړي، په ۲۰۲۰ کال کې یې د امریکا پر هغو خبریالانو بندیز ولګاوه چې د امریکا درېیو ورځپاڼو ته یې کار کاوه.
په فبرورۍ میاشت کې "بي بي سي" له اویغور لږکیو ښځو سره د مرکو پر بنسټ یو رپوټ خپور کړ، دغو ښځو ویلي وو چې د چین اجباري کمپونو کې په پلاني شوي ډول تېری پرې شوی او ستې ربړول شوې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د "بي بي سي" رپوټ "ردوغ رپوټ" بللی و.
امریکا تېره یاشت وویل، چین د اویغور او نورو مسلمانو لږکیو په حق کې د "ټولوژنې" جرم کړی.

د عکس سرچینه، EPA
د شمېرو له مخې، د چین په اجباري کمپونو کې د اویغور او نورو لږکیو تر یو میلیون ډېر وګړي ساتل کېږي.
چین وايي اویغوریان نه ځوروي. په بریتانیا کې د چین سفیر لیو شیاومینګ تېر کال د بي بي سي خبریال اندرو مار ته ویلي وو، د اجباري کمپونو په اړه رپوټونه "دورغ" دي، چې په وینا یې له اویغوریانو سره لکه هېواد کې د نورو نژادي ډلو په څېر د قانون مطابق چلن کېږي.












