د مالیزیا یوه واده کې ۱۰ زره کسانو ولې له خپلو ګاډو سره ګډون وکړ؟

د عکس سرچینه، FACEBOOK.COM/OFFICIALKUNAN
د کورونا وېروس وبا د ګڼو جوړو دا هیلې او خوبونه په اوبو لاهو کړي چې په سترو او پرتمینو مراسمو کې به واده کوي. خو مالیزیا کې یوې جوړې خپله دا هیله له داسې لارې پوره کړه چې واده ته یې ۱۰ زره کسان ورغلل، هغه هم داسې چې نه یې کورونايي محدودیتونه مات کړل او نه یې هم د دې وبا د خپرېدو خطر ډېر کړی. ايي ووایئ چې ممکنه نه ده.
هو شونې ده - خو که د واده مراسمو ته مو د موټرو د دورې بڼه ورکړئ.
دغه نوې جوړه او د کورنۍ غړي یې د یکشنبې پر سهار د پلازمېنې کوالالمپور د سوېل په پتراجایا ښار کې د یوې سترې دولتي ودانۍ مخې ته کېناستل او وربللي مېلمانه یې په خپلو ګاډو کې کرار کرار تر مخې تېر شول.
د مېلمنو د موټرو ښيښې پورته وې، ټولنیز واټن هم پام کې نیول شوی و او د واده کورنۍ ته یې له ورایه د لاس په ښورولو مبارکي ویله او دا یې ښوده چې مراسمو کې یې ګډون کړی دی.
دا مراسم ښايي د نورو عادي ورځو ودونو ته ورته نه وو - خو زوم 'ټېنګکو محمد حفیظ' او ناوې 'اوشین الاژیه' هم د نورو عادي ورځو د ودونو زوم او ناوې نه دي.
محمد حفیظ د بانفوذه سیاستوال او د مالیزیا د کابینې د پخواني غړي 'ټېنګکو عدنان' زوی دی - چې همدا یکشنبه د هغه د زوکړې کلیزه هم وه.

د عکس سرچینه، FACEBOOK.COM/OFFICIALKUNAN
دغه پلار پر خپله فېسبوک پاڼه د زوی د واده د مراسمو له یوه عکس سره لیکلي: "خبر یم چې له سهار راهیسې تر ۱۰ زرو ډېر موټرونه دلته راغلي دي. زه او کورنۍ مې ډېر ویاړو. له پوهاوي او دې مننه کوم چې له راکښته کېدو پرته مو د ګاډو د تېرېدو اصول پام کې وساتل".
ویل کېږي د واده د مراسمو له ځای د ټولو ۱۰ زره موټرونو تېرېدو شاوخوا ۳ ساعته وخت ونیو.
د واده دغه مراسم یوازې په اوږد ترافیکي کتار کې د ورتګ تر زغم او حوصلې او له ورایه د لاس په اشاره دې نوې جوړې ته تر مبارکۍ محدود هم نه وو.
د مالیزیايي رسنیو د رپوټ له مخې دغو مېلمنو د ټولنیز واټن اصولو ته په کتو غرمنۍ هم درلوده او هغه داسې چې له وړاندې برابر شوي خواړه د ګاډو له ښيښو ورکول کېدل او بیا پر خپله مخه تلل.
خو دا مراسم تر هغه یوازې یوه ورځ مخکې جوړ شوي و چې د زوم سیاستوال پلار د ۵۰۰ زره ډالرو فساد په قضیه کې تر ګرم پېژندل کېدو وروسته نغدي جریمه او په یو کال بند محکوم شو.

د عکس سرچینه، FACEBOOK.COM/OFFICIALKUNAN
مالیزیا دمګړۍ د کورونا وېروس له نوې څپې سره لاس ګریوان ده.
دغه هېواد تر دې دمه د دې وبا د ۹۲ زره مثبتو پېښو د تشخیص او له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ۴۳۰ مړینو خبر ورکړی دی.










