د بي بي سي "سل مېرمنو لېست" کې دوه افغان مېرمنې هم شاملې دي

بي بي سي د ۲۰۲۰ کال لپاره د ۱۰۰ هغو مېرمنو نوملړ خپور کړی چې په نړۍ کې ډېرې الهام بښونکې او نفوذ لرونکې دي. په دوی کې دوه افغان مېرمنې سمیه فاروقي او لاله عثماني هم شاملې دي.
سږ کال هغه ۱۰۰ مېرمنې په دې لېست کې راټولې شوې چې په سختو شرایطو کې یې په بېلابېلو برخو کې مثبت بدلونونه راوستي.او یا د بدلون راوستلو لامل شوې دي.
په دې نوملړ کې د فینلنډ د ښځو جوړ اییتلافي حکومت مشره سنا مارین، د نیو اواټار فیلمونو ستورې میچل یه، سارا ګیلبریټ، چې د کورونا وېروس واکسین کې د اکسفورډ پوهنتون د څېړنو چارې مخته وړي او همدارنګه د چاپېریالي چارو فعاله او ممثله جې فونډا هم دي.
په دې کال کې، په داسې حال کې چې په نړۍ کې بې شمېره ښځو د نورو ښځو د لاسنیوي لپاره قربانۍ ورکړي، دوی ته د احترام پخاطر د ۱۰۰ مېرمنو نوملړ کې د یوه نوم ځای تش پرېښودل شوی.
په نوملړ کې دوه افغانې مېرمنې څوک دي؟

د عکس سرچینه، facebook
کله چې د هغې په پلرني ټاټوبي هرات ولایت کې د کوویډ-۱۹ لومړنۍ پېښه ثبت شوه، سمیه او د هغې د نجونو روباټيک ډلې د ساه اخیستو پر یوه داسې ارزانبیه الې کار پیل کړ، چې د کورونا وېروس د ناروغانو درملنه به پرې وشي.
سمیه او د هغې ډله پلان لري خپل دا کار د عامې روغتیا وزارت ته وښيي. که د دوی دا لومړنۍ نمونه ومنل شي، نو په لیرو روغتونونو کې ګټه ترې اخیستل کېدای شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
سمیه چې په ۲۰۰۲ کال کې زیږېدلې ده، څو جایزې یې ګټلې، چې یوه پکې امریکا کې د ټکنالوجۍ اړوند جایزه ده.
د بي بي سي د سل مېرمنو په سږني لېست کې دویمه افغانه لاله عثماني ده، چې د ښځو حقونو لپاره کار کوي.
په افغانستان کې عامه ځایونو کې د ښځې نوم اخیستل د خوښۍ وړ کار نه دی. کله چې ښځه واده شي، نوم یې واده ته په بلنلیک کې نه لیکل کېږي. کله چې ومري، نوم یې د مړینې کارت او ان د قبر په شناخته هم نه لیکل کېږي.
فعاله لاله عثماني له هغه څه نهیلې شوه، چې غوښتل یې خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي، همدا وو چې دا(زما نوم چېرې دی) کمپاین یې پیل کړ.









