د افریقا تر ټولو ستر جومات "الجزایر جامع" پرانیسته

د الجزایر د پلازمېنې الجزیره په جامع جومات له یو نیم میلیارد ډېر ډالر لګېدلي او په یوه وخت یو لک او ۲۰ زره کسان پکې لمونځ کولی شي.

د الجزاېر جامع، جومات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د "الجزایر جامع" د میلاد النبی پر ورځ پرانیستل شو. د دغه جومات د ودانۍ د رغوونکي چیني شرکت په وینا دا د افریقا لویه وچه کې تر ټولو ستر جومات دی.
د الجزاېر جامع، جومات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا جومات په شمالي افریقا کې د اکثریت مسلمان الجزایر پلازمېنه کې پروت دی او د دغه هېواد لومړي وزیر عبدالعزیز جراد پرانیست.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دغه جومات ودانولو چارې په ۲۰۱۲ کال د عبدالعزیز بوتفلیقه ولسمشرۍ کې پېل او یو نیم کال وړاندې بشپړې شوې.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لومړي وزیر عبدالعزیز جراد د ګڼو سیاسي او مذهبي مشرانو او دغه راز نورو اسلامي هېوادونو د استازو په ملتیا تر پرانیستې وروسته دغه جومات کې لمونځ هم وکړ.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه جومات پر شاوخوا ۷۰ جریبه ځمکه په نوې او عصري بڼه جوړ شوی دی – د چین ودانیز شرکت په وینا دا د سعودي عربستان مکه او مدینه کې د مسلمانانو تر دوو سپېڅلو جوماتونو (مسجد الحرام او مسجد نبوي) را وروسته تر ټولو ستر جومات دی.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دغه جومات کې په یوه وخت یو لک او ۲۰ زره کسان لمونځ ادا کولی شي. خو اوس د کورونا نړیوالې وبا له کبله د دغه جومات یوازې یو ستر تالار پرانیستی دی.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خو له دومره ښکلا او ځانګړنو سره سره د دغه جومات جوړول لانجمن شول ځکه یې جوړولو ۷ کاله وخت واخیست او د ملي خزانې یو نیم میلیارد ډالر پرې ولګیدل.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د الجزایر د جامع جومات یوه ځانګړنه دا هم ده چې منار یې ۲۶۷ متره لوړ او د پلازمېنې له ګوټ ګوټ د لیدو وړ دی. دغه منار ۴۳ پوړه لري او د ورپورته کېدو لپاره یې د لېفټ سیستم لګول شوی دی.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د الجزایر د جومات غولي کې اسماني رنګه مرمر ډبرې او ځانګړی لرګی کارول شوی او په دېوالونو یې پر عربي لیکدود خطاطۍ تصویرونه لګول شوي دي.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جومات کې پر غوړېدلو غالیو د ګلونو ځانګړی ډیزاین د دغه هېواد د لرغوني فرهنګي میراث تصویر وړاندې کوي.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه جومات کې ټولټال ۱۲ ودانۍ دي چې د یو میلیون کتابونو درلودونکی کتابون، لوست تالار، د اسلامي تاریخ او هنرونو موزیم، د څېړنې مرکز، بڼ او د اوبو فوارې شاملې دي.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اې ایف پي خبري اژانس په حواله د الجزایر جامع جومات د خدمت او چارو لپاره ۵ ملا امامان او پنځه موذنه ګومارل شوي دي.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عالمانو شورا یوه غړي اې ایف پي ته ویلي د دغه جامع جومات په مرسته به د بنسټپاله فکر پر وړاندې مبارزه پر مخ بوول کېږي.
جامع الجزائر، مسجد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الجیریا کې د صوفي کتابتون د خپرونو مدیر حماد الطیبي وايي د الجزاېر جامع جومات ته تېر کې د فرانسوي ښکیلاکګر نظام او "د عیسویت عامولو د پلان" خلاف د درېدو د یوه سمبول په سترګه کتل کېدای شي.
جامع الجزائر، مسجد، الجیریا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېرو کلونو کې د الجزایر جامع د جوړولو چارې یو ځل تر هغې وروسته ناندریزې شوې چې د دغه هېواد یوه وګړي له فرانسوي رسنېو سره په مرکه کې وویل د دغه جومات پر ځای باید کارخانې جوړې او خلکو ته کار پېدا شي. خو چارواکو هغه مهال دا د فرانسې د یوه ودانیز شرکت دسیسه وبلله چې د دوی په وینا "د دغه جومات د رغولو پروژه نه وه ورکړ شوې."