له رواني ستړیا څنګه ځان وژغورو؟

که ذهني فشار لرئ، اضطراب، ستړیا او یا د ماتې احساس کوئ او نور دا هر څه درته له زغمه وتلي دي، نو دلته ځينې حل لارې شته چې څنګه خپل احساسات کنټرول، ځان او روان مو هوسا کړئ.
خپه یئ او ځورېږئ؟ ستړي شوي يئ؟ د ماتې احساس کوئ؟ روان مو ځپل شوی او فکر کوئ له دغو جنجالونو یو چېرې تښتېدلي وای؟
همدا اوس پخپل کار کې له ذهني ستړیا سره مخ یئ؟
په کور کې څنګه؟ په کورني ژوند کې هم دومره ډېر کارونه وي چې هېڅ خلاصون ترې ممکن نه وي.
که داسې ګڼو فشارونو مو ذهن نیولی وي نو دا رواني ستړیا او نارامي ده.
خو ډارېږئ مه، ویانده او ډاکټره رادها موډجېل ځينې داسې مهمې لارښوونې درته لري چې تاسې بېرته ورکه کړې لار پرې موندلی شئ او پر دې رواني څپې وار له مخه پوهېدلی او مخه يې نيولی شئ.
رواني نارامي یا ستړیا په اصل کې څه ده؟

د "رواني نارامۍ یا ستړیا" اصطلاح لومړی ځل په ۱۹۷۴ کې هربرټ فریډنبرګر په یوه څېړنیزه مقاله کې وکاروله.
هغه دا د "روحي او جسمي ستړیا" حالت وباله چې یو چا ته د خپل کاري یا مسلکي ژوند پر مهال پېښېدلی شي. دا مختلف ډولونه لري چې یو هم پکې "د دندې پر مهال د خپلو وړتیاو د اثبات لپاره پرخپل ځان جبر کول" هم پکې راځي.
د ډاکټرې موډجېل په خبره، د داسې ذهني نارامۍ پر مهال موږ فکر کوو چې له یوه "ډېر سخت او اوږدمهاله ذهني فشار" سره مخ یو او دا حالت مو نه پرېدي چې د ژوند له ننګونو سره مقابله وکړو.
خو د اغلې موډجېل برعکس هربرټ فريډنبرګر په دې باور دی چې دا ډول نارامۍ یوازې د دندې یا کار له کبله نه بلکې د مختلفو نورو لاملونو لامله هم یو چا ته ورپېدا کېدلی شي.
دا څه ډول یو احساس وي؟

ډاکټره موډجېل د ستونزو او فشارونو د ګاللو لپاره د انسان د زغم کچه د موبایل له بېټرۍ سره پرتله کوي.
اغلې موډجېل وايي، د انسان د ذهني یا رواني ستړیا حالت داسې یو وضعیت دی لکه ستاسې د موبایل بېټري چې چارج خلاص کړي. بیا نو تر هغه نور کار نشئ ترې اخیستلی چې بیا يې چارج نه کړئ.
د ډاکټرې موډجېل په خبره، د رواني ستړیا پر مهال "ښايي تاسې حس کړئ چې له ژونده ستړي شوي يئ او نور هېڅ زغم نه دی درپاتې، یاني ذخیره (بېټري) تشه شوې ده".
ښايي تاسې د داسې خویونو لرونکی انسان وئ چې په دفتر او عام ژوند کې به مو له مختلفو ستونزو او سختو حالاتو سره ښه په زغرده مبارزه کړې وي خو دا ځل به لږه سخته درته ښکاري.
ډاکټره موډجېل دا ځل د زغم کچه د اوبو له ستل یا بالټۍ سره مقایسه کوي او وايي، که نور وختونه مو له ستونزو سره په بریالیتوب سره مبارزه کوله خو دا ځل یو څه سخته درته ښکاري نو دا د دې نښه ده چې د خپل رواني حالت د بېرته کابو کولو په برخه کې دا ځل یو څه کمزوري لرئ. یاني ستاسې د "احساساتو یو ستل" لږ تش شوی دی.
"داسې وانګېرئ چې تاسې یو ستل د دفتر لپاره لرئ او بل د کور لپاره. نو که په دواړو کې يې یوه کې اوبه کمې وي خو هغه بل تر خولې پورې ډک وي، نو تاسې مبارزه کولی شئ. خو که د دواړو ذخیره کمه وي، بیا نو خبره له کنټروله وځي او ستونزه یا همدا ذهني نارامي رامنځ ته کېږي".
دغه ډاکټره وايي چې خپلو احساساتو ته باید ډېر پام وکړو او بیا هم د رواني اختلالاتو ګالل د موبایل له بېټرۍ سره پرتله کوي.
"لکه د خپل موبایل د بېټرۍ خیال چې ساتئ، دغسې مو د احساساتو بېټري هم ډېر پام ته ضرورت لري. تاسې باید ځان وپوښتئ چې څنګه بېرته انرژي یا چارج اخیستلی شئ؟".
یاني باید څه وکړئ چې ارامه او بېرته نارمل شئ؟
دا ستونزه له څه شي پېدا کېږي؟

ډاکټره موډجېل وايي، "د ژوند یو لوی بدلون یا پېښه" یو چا ته رواني یا ذهني نارامي ور اچولی شي. د دې په خبره، ښايي یو چا ته د مالي تاوانونو او یا هم زړه ته نږدې کس سره د اړیکې تر پرې کېدو وروسته دا ستونزه پېدا شي. همدا راز له ځينو نورو ذهني فشارونو سره د مخ کېدلو له کبله هم ښايي یو څوک پرې اخته شي، لکه د دندې له لاسه ورکول، د کور پرېښودل یا بدلول او یا هم ازموینو ته اندېښنه.
نو اوس د حل لار څه ده چې څنګه په خپل ځان کې دا وړ ناراموونکي احساسات کنټرول کړو او ځان له ذهني ستړیا وژغورو؟
د رواني نارامۍ یا ستړیا د مخنيوي ځينې لارې چارې:

ډاکټره موډجېل وايي:
- پر ځان زړه وسوځوه او د خپل زړه او فکر خبره واوره چې څه غواړي؟
- د ژوند پر هغو کارونو فکري تمرکز ډېر کړه چې ښه او سم روان دي.
- له هغو ملګرو سره ډېره ناسته ولاړه او راشه درشه وکړه چې ته ورسره خوشاله کېږې.
- هره ورځ ورزش وکړه
- هغه کارونه وکړه چې خوښېږي دې، هماغو ته لومړیتوب ورکړه.
- د خپلې خوښې سندرې او موسیقي واوره.
- خوب دې پوره کړه او له بې خوبۍ ځان وساته
- دا خویونه خپل کړه او په ورځني ژوند کې يې وپاله. پرې يې نه ږدې، هسې نه پښېمانه شې او وخت تېر وي.
- ډاکټره رادها موډجېل هیله منه ده چې د دې وړاندیز کړې لارې چارې به د ذهني نارامۍ په ختمولو کې مرسته وکړي. هغه همدا راز په دې باور ده چې که موږ د خپل ژوند د "احساساتو بيټریو" ته هماغسې هره ورځ پام وکړو لکه د خپل موبایل بيټريو ته یې چې کوو، نو د خپلې رواني روغتیا په برخه کې به ډېر لوی توپير او پرمختګ حس کړو.








