پېغلوټه د یوې ورځې لپاره د فنلنډ لومړۍ وزیره شوه

د عکس سرچینه، الحكومة الفنلندية
فنلنډ تر ډېره د نر او ښځې ترمنځ د برابرښت سد نوملړ سر کې راځي. خو لومړۍ وزیره سانا مارین د جنس ترمنځ د رامنځ ته شوې تشې د ډکولو لپاره یو بل ګام اخیستی او یوه ۱۶ کلنه پېغلوټه یې د یوې ورځې لپاره خپله ځایناستې ټاکلې ده.
که څه هم اوا مورټو کوم نوی قانون جوړ نه کړ، خو د چارشنبې په ورځ یې د ورځې په اوږدو کې له سیاستوالو سره وکتل چې په ټیکنالوجۍ کې د ښځو پر حقونو رڼا واچوي.
د اوا او سانا ترمنځ د چارو لاس په لاس کېدل د ملګرو ملتونو د "نجلۍ ورځې" یوه ورځ مخکې ترسره شول، چې د ماشومانو د خیریه بنسټ له خوا د نړیوال کمپاین یوه برخه ده.
دا څلورم کال دی چې فنلنډ کې "پېغلوټو ته د واک سپارلو" دود پیل شوی او د نورو هېوادونو پېغلوټو ته په سیاست او نورو سکتورونو کې د یوې ورځې لپاره دا اجازه ورکوي چې د یوې ورځې لپاره مشري وکړي.
دا پروګرام د "پلان انټرنېشنل" بنسټ له خوا سمبالېږي.
سږ کال ټول پام پر دې دی چې د نجونو ډیجیټل مهارتونه پیاوړي او د ټیکنالوجۍ فرصتونه ورته ډېر شي، کینیا، پیرو، سودان او ویتنام له هغو هېوادونو دي چې خپل خاص وضعیت لري.
اوا د چارشنبې ورځې وینا کې وویل: "د خوشحالۍ ځای دی چې نن ستاسې مخ کې غږېږم - ما هیله نه لرله چې دلته به یوه ورځ یم."
دا وايي: "خو دا حقیقت دی چې موږ تر اوسه د برابرښت په اړه څه نه دي ترلاسه کړي- د ځمکې پر هېڅ ځای نه. که څه هم موږ په دې برخه کې ډېر څه ترلاسه کړي، خو لاهم ډېر نور کار ته اړتیا ده."
دغې پېغلوټې چې د اقلیم او بشري حقونو برخه کې فعالیت کوي، په دې پلان کې د خپل ګډون غوښتنه هم کړې ده.
هغې خپله کاري ورځ له لومړۍ وزیرې سره په ټیکنالوجۍ کې د جنډر د برابرښت پر مسلې پر بحث پای ته ورسوله.

د عکس سرچینه، FINNISH GOVERNMENT
د فنلنډ لومړۍ وزیرې مارین مخکې د ټولو لپاره د ټیکنالوجۍ په چمتو کولو ټینګار درلود، چې په وینا یې "باید د هېوادونو ترمنځ او ټولنو کې ډیجیټل تشه لا نوره زیاته نه شي."
اغلې مارین هغه مهال د نړۍ تر ټولو کوچنۍ لومړۍ وزیره چې تېر کال یې په ۳۴ کلنۍ د واک لپاره لوړه وکړه.
نوموړې د فنلنډ درېیمه لومړۍ وزیره ده، چې له څلورو نورو کيڼ اړخو منځلارو ګوندونو سره د ټلوالې مشري کوي او د ټولو ګوندونو مشرانې ښځې دي او د درېیو عمرونه یې تر ۳۵ کلنۍ ټیټ دي.









