"د بښنې نړیوالې ټولنې له فینلنډ غوښتي د افغان کډوالو ستنول ودروي"

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خو د افغانستان لپاره د فېنلنډ سفير وايي، رسنۍ د افغانستان د حالاتو په تړاو مبالغه کوي.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

فېنلنډۍ يو تي يست ورځپاڼې ليکلي چې په فېنلنډ کې د بښنې نړيوالې ټولنې دفتر د دغه هېواد له دولت غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ دې ودروي.

د ورځپاڼې په وينا دا په داسې حال کې ده چې تېره يکشنبه افغانستان لپاره د فېنلنډ سفير يوې راډيويي خپرونې ته وويل رسنۍ د افغانستان د حالاتو په تړاو مبالغه کوي.

د ورځپاڼې په وينا سفير دا ادعا هم وکړه چې تېر کال د ترافيکي پېښو د قربانيانو شمېر په جگړه کې د وژل شويو ولسي وگړو پر تله ډېر و.

فارېن پاليسي:

فارېن پاليسي مجلې افغانستان هڅه کوي ماشوم بمي بريدگر وژغوري تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼې په پلازمېنه کابل کې د ماشومانو د يوه توقيفځي په تړاو ليکلي چې هلته ټولنه کې ژوند لپاره د هغو ماشومانو د بيا چمتو کولو هڅه کېږي چې د طالبانو او يا داعش له لوري د شلخي بمونو د ځاى پر ځاى کولو لپاره روزل شوي دي.

مجله وايي په پلازمېنه کابل کې په دغه توقيفځي او يا په بله وينا روزنتون کې ٢٧ دغه راز تنکي ځوانان دي.

مجلې د يوه هلک کيسه راخيستې او د احسان مستعار نوم يې ورکړى.

ده ادعا کړې چې تره يې طالبانو ته بوته او هغوى په زور اړ کړ چې خپله ولسوالۍ کې دوه بمونه ځاى پر ځاى کړي.

د ده په وينا چې ورته وويل شول ماشوم دى او ځانته ډېر پام نه اړوي.

دى وايي د ده په لاس ښخ کړل شويو چاودېدونکو توکو د شپږو ولسي وگړو ژوند واخيست.

مجله وايي دغه روزنتون د ارواپوهانو او ديني عالمانو په مرسته د ډېرو سرچينو په کارولو له توندلارۍ د دوى د اړولو هڅه کوي.

د بشري حقونو د څار د ٢٠١٦ م کال رپوټ ښیي چې طالبان د خپلو ځينو عملياتو لپاره تنکي ځوانان کاروي په تېره بيا د مينونو ځاى پر ځاى کولو لپاره او ځينې نور بيا چې عمرونه يې لسو کالو ته رسېږي د جگړې په ډگر د جنگياليو په توگه کارېږي.

نيويارک ټايمز:

v

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دوبۍ کې هرنيو ښځو ته د کفالت سيستم ورځنى ژوند له ناکراريو ډکوي

نيويارک ټايمز په خپل خپاره کړي مطلب کې دې ته کتنه کړې چې ا يوه بهرنۍ ښځه په دوبۍ کې د خپل کورنۍ مشري کولى؟

د مطلب ليکوال وايي په دوبۍ کې د واده شويو او نا واده شويو ښځو لپاره ژوند د سيمې د نورو هېوادونو پر تله له ډېرو اړخونو له ازاديو ډک دى.

ښځې هلته گاډى چلولی، ملکيت لرلی، ورزش کولی او شپې مهال په خوندي چاپېريال کې خپل کور ته پلې تللی شي.

خو بهرنيو ښځو لپاره د کفالت سيستم ورځنى ژوند له ناکراريو ډکوي ځکه د جنسيتي برابرۍ په تړاو د دغه هېودا نظر دودپالى دى.

ورځپاڼه وايي د عربي اماراتو د کډوالۍ قانون له مخې د کورنۍ واکدار نارينه دى نو نارينه د خپلې ښځې کفالت کوي او که ښځه يې دنده اخلي، بانکي حساب پرانيځي نو په دې ټول کې د کورنۍ د مشر يانې د سړي هوکړه اړينه ده.

او دا سيستم د ښځو پر وړاندې د ډېرو ناوړو چلندونو لامل گرځي.