ولسمشر یې غوښتنه ومنله؛ اوکرایني وسلوال یرغمل کسان خوشي کړل

تر نیول کېدا وروسته وسله وال پر ځمکه پروت لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تر نیول کېدا وروسته وسله وال پر ځمکه پروت لیدل کېږي.

د اوکراین لوټسک ښار یوه بس کې د ۱۰ یرغمل کسانو د خلاصون لپاره د امنیتي ځواکونو هغه عملیات پای ته رسېدلي، چې یوه وسله وال برمته کوونکي نیولي وو او ولسمشر پکې مداخله وکړه.

په انځورونو کې تر نیول کېدا وروسته وسله وال پر ځمکه پروت لیدل کېږي.

له ولسمشر د برمته ګر یوه غوښتنه دا وه چې خلک د ژویو د حقونو په اړه د هالیووډ ۲۰۰۵ کال مستند فلم کتلو ته وهڅوي.

د دغه سړي له نیول کېدو شېبه مخکې، ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي یوه کوچنۍ وېډیو خپره کړه چې د وسله وال غوښتنه یې ظاهراً پکې منلې ده: "هر څوک باید د ۲۰۰۵ د ځمکې کره فلم وګوري."

ټول برمته شوي روغ خوشي شول.

پولیسو ویلي دا سړی چې مکسیم کریووش نومېږي او ۴۴ کلن دی او پخوا یې هم جرمونه کړي دي.

هغه ۱۳ کسان برمته کړي وو، خو له ښاغلي زېلېنسکي سره تر خبرو وروسته یې درې کسان خوشي کړل.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسن اواکوف له دې برمته کولو وروسته په روسي ژبه یو ټوېټ کړی چې وايي: "لوټسک. هر یو ښه دی."

ښاغلی اواکوف هم په لوټسک ښار کې و چې له وسله وال سره خبرې وکړي.

پېښه کې د ولسمشر رول څه و؟

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

Transparent line

د ولسمشر ویانده یولیا مینډل وايي، ښاغلي زېلېنسکي له برمته ګر سره خبرې وکړې چې په لومړي سر کې د درېیو کسانو د خوشي کېدو لامل شوې.

بیا ولسمشر پر خپله فېسبوکپاڼه یوه لنډه وېډیو خپره کړه چې په روسي ژبه پکې دا خبره کوي: "هر څوک باید د ۲۰۰۵ د ځمکې کره فلم وګوري."

لږ وروسته، ښاغلي اواکوف وویل، عملیات پای ته ورسېدل او ولسمشر زیلانسکي هم وېډیو لرې کړې ده.

د هالیووډ فلم ستوري خواکین فینیکس دا مستند جوړ کړی چې د څارویو د حقونو په هکله دی او ګڼې کوچنۍ جایزې ګټلې دي.

په فلم کې ځینې پټې کامرې هم ښودل شوې چې تر ډېره پر حیواناتو د نړۍ د لوی صنعت تکیه ډاګیزوي.

یرغمل څنګه وغځېد؟

کریووش مخکې هم ۱۰ کاله زنداني شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کریووش مخکې هم ۱۰ کاله زنداني شوی دی.

یرغمل په ځايي وخت شاوخوا نهه بجې (ګرینوېچ ۶ بجې) پیل شو. برمته ګر ډزې وکړې او باروت یې وغورځول چې ونه چاودل.

د هغه په غوښتنو کې یوه دا هم وه چې د دې سیمې جګپوړي چارواکي په ډاګه ووايي دوی ترهګر وو.

د ترهګرۍ ضد ځواکونو هغه بس کلابند کړ چې خلک پکې یرغمل شوي وو او له څو ګړۍ یرغمل وروسته بالاخره د خبرو له لارې برمته شوي کسان خوشي شول.

د لوی څارنوال دفتر ویلي، وسلوال ویلي د ښار په یوه عام ځای کې یې باروت ځای پرځای کړي چې له لرې چوول کېدای شي.

پولیسو د ښار مرکز کلابند کړ او له اوسېدونکو یې وغوښتل چې له خپلو کورونو او دفترونو راونه وځي.

یرغملګر لومړیو کې درې کسان خوشی کړل.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، یرغملګر لومړیو کې درې کسان خوشی کړل.

تر اوسه روښانه نه ده چې باروت موندل شوي او که نه، خو ښاغلي اواکوف وروسته ومنله چې کریووش ځینې وسلې لرلې او ریښتینی ګواښ ‌یې پېښولی شو.

هغه خبریالانو ته وویل: "اوږد زندان هغه ته په تمه دی."

چارواکو ویلي، کریووش مخکې هم د درغلۍ او ناقانونه وسلو د راکړې ورکړې په ګډون د ځینې تورونو له امله کابو ۱۰ کاله زنداني شوی دی.