"د شپې په تیاره کې یې مړي له کښتۍ وغورځول"

- Author, سوامي ناتهن ناتاراجن او معظم حسین
- دنده, بي بي سي
خدیجه بیګم وايي ''''هیڅوک نه پوهېږي څومره کسان به مړه شوي وي، ۵۰ یا ښايي له دې هم ډېر. '''' دغه پنځوس کلنه ښځه د هغو ۳۹۶ روهېنګیا مسلمانانو له ډلې یوه ده، چې د سپرلۍ کښتۍ یۍ تر دوو میاشتو پورې په سمندر کې ایساره وه او وروسته بنګله دېشي ساحلي ساتونکو وژغورله.
خدیجه بیګم د مړو اټکلی شمېر ځکه یادوي چې زوی یې ملا امام دی او په همدې کښتۍ کې یې د مړو شویو کسانو د جنازې لمانځه امامت کړی.
پلان داسې و چې قاچاقبر به دغه کسان مالیزیا ته رسوي، خو داسې و نه شول.
خدیجه بیګم په میانمار یا برما کې له هغه تاو تریخوالي تښتېدلې چې د ملګرو ملتونو څېړونکي یې (منظمه توکمیزه ټولوژنه) بولي. ګاونډي هېواد بنګله دېش په هغه کمپ کې پناه ورکړې، چې اوس په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی پنډغالی بلل کېږي.
د کاکس بزار په دغه پنډغالي کې یو میلیون روهېنګیا مسلمانان د کډوالۍ ژوند کوي او د خدیجې په څېر یې ځینې د ښه ژوند تېرولو په خاطر مالیزیا ته د رسېدو ارمان لري.
سمندر ته غورځول شوي مړي

خو د خدیجې په څېر د ځینو دا ارمان نه پوره کېږي. دا په کښتۍ کې پرې تېر شوی وخت یادوي، چې په وینا یې قاچاقبرو او کښتۍ چلوونکو به د خلکو مړینې پټولو لپاره د هغوی جسدونه سمندر ته غورځول. دا وايي:
''''د کښتۍ دواړه ماشینونه به یې د دې لپاره فعال کړل چې اوبو ته د مړي غورځېدو غږ تر نورو سپرلیو و نه رسېږي. ''''
دا زیاتوي ډېری مړي به یې د شپې لخوا سمندر ته غورځول: ښه مې په یاد دي چې څوارلس یا پنځلس تنه خو یوازې ښځې مړې شوې.
دا زیاتوي ''''د یوې ښځې مړینه مې اوس هم تر سترګو کېږي، چې له سختې تندې مړه شوه. عجیبه حرکتونه یې کول، بیا د کښتۍ چلوونکي ورپسې راغلل، پورته پوړ ته یې ولېږدوله او هلته زموږ د سترګو مخکې ومړه. څلور ماشومان ترې پاتې شول، زوی مې د هغې ۱۶ کلنې لور ته د مور د مړینې خبر ورکړ. ''''
یتیم ماشومان
خدیجه خپله هم څلور ماشومان لري. دا وايي:
''''د دغې ښځې درې نور ماشومان نه پوهېدل پر مور یې څه شوي، دوی ژړل او دا ډېره سخته وه. مړی یې سملاسي سمندر ته وغورځول شو. ''''
خدیجه په ۲۰۱۷ کال کې بې کوره او بې هویته شوه. مېړه او یو زوی یې د میانمار په راکهاین ایالت کې د پوځي عملیاتو پر مهال ووژل شول. کلي ته یې اور ورته کړل شو او دا له پاتې ماشومانو سره د بنګله دېش کاکس بازار کډوالو کمپ ته ورسېده.
د مشرۍ لور له ودولو وروسته یې په زړه کې هیله پیدا شوه چې نورو اولادونو ته د ژوند مناسبه زمینه برابره کړي:
''''ژوند مو له ډېرو کړاونو ډک و. د اولادونو لپاره مې. د کډوالو په کمپ کې هیڅ راتلونکی نه لید. '''' د نورو هغو کډوالو کیسو چې مالیزیا ته رسېدلي، دا هم وهڅوله. خپله ګاڼه یې وپلورله او په کښتۍ کې یې د سمندري سفر لپاره قاچاقبرو ته نژدې ۷۵۰ امریکايي ډالر چمتو کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا وايي ''''د فبرورۍ میاشتې یو ماخوستن یې راته زنګ وواهه. هغه سړي راته وویل، چې باید د ټیکناف په نامه بسونو تم ځای ته ورشو. ''''نوموړې له بي بي سره خبرو کې زیاته کړه:
''''په یوه کوچنۍ غوټه کې مې کالي سره راټول کړل او خلکو ته مو ویل چې ډاکتر ته ورځو. ''''دا وايي، دوې ورځې وروسته یې یوې کښتۍ ته ولېږدولو چې د پښو غځولو ځای په کې نه موندل کېدو. کښتۍ په دریو برخو وېشل شوې وه، چې لاندې برخې ته یې سړي، منځنۍ برخې ته یې سړي استول شوي وو او پر برسېرنه برخه یې خپله کښتۍ چلوونکي او قاچاقبر پاتې وو. ''''
حیرانونکې دا وه چې کښتۍ چلوونکي د برما اوسېدونکي وو، چې خدیجه او د کښتۍ نورې سپرلۍ ترې تښتېدلي وو. دا وايي په لومړی سر کې یې وېره محسوسوله، خو وروسته بېرته په خپلو فکرونو کې ډوبه شوه:
''''وروسته مې فکر کاوه چې یوه ښه ژوند د دې سختیو په ګاللو ارزي. ''''
دا وايي په کښتۍ کې اوبه نه وې او په ټوله دوه میاشتې موده کې یوازې دوه ځله د نورو په مخکې ځان وینځلی:
''''د تشناب لپاره یې د دوو لرګینو دړو تر منځ یو سوری جوړ کړی و. یوه هلک پکې وښوېد او سمندر ته وغورځېد. دا د هغو ډېرو مړینو لومړنۍ هغه وه چې زما د سترګو پر وړاندې وشوه. ''''

په ورته مهال د کورونا وېروس مخنیوي لپاره د قرنطین له اقداماتو سره په سمندر کې د مالیزیايي پوله ساتو ګزمې هم ډېرې شوې وې او له قاچاقي لارو دغه هېواد ته رسېدل یې ګران کړي و.
د کښتۍ چلوونکو په همدې حال کې ورته ویلي و، چې مالیزیا ته رسېدل ناشوني دي او په داسې حال کې یې بېرته ستانه کړل چې نه خواړه ورپاتې وو او د څښاک لپاره یې د سمندر اوبه څښلې.
خدیجه وايي، ''''له بېرته راګرځېدو وروسته یې لومړی د ورځې یوه وخت ډوډۍ راکوله، وروسته یې دوې ورځې وروسته یوازې وریجې راکولې او نور هیڅ نه وو ورسره. خلکو به ټوکر په اوبو کې لوند کړ بیا به یې د تندې ماتولو لپاره څاڅکي ترې څښل. ''''
دویم فرصت
دا وايي څو ورځې وروسته د تایلنډ په سمندر کې د خوړو او اوبو یوه کښتۍ راپیدا شوه، خو بېرته د سفر له پیله مخکې د میانمار سمندري ځواکونه رامخکې شول،
د کښتۍ چلوونکي یې ونیول، چې د خدیجې په وینا وروسته یې ښايي د کوم جوړجاړي پایله کې پرېښودل، خو د دوی د سفر پیلولو دویمه هڅه ورسره ناکامه شوه.

دا وايي، وروسته سپرلیو له کښتۍ والو وغوښتل چې هر ځای چې وي، بېرته یې وچې ته ولېږدوي، خو هغوی انکار وکړ. هغوی ډاریدل چې و به نیول شي.
وروسته د دې کسانو په تړاو د جنسي تېري او وهلو ټکولو ګنګوسې هم خپرې شوې.
خدیجه وايي، وروسته یې وارویدل چې یو کښتۍ چلوونکی کډوالو وژلی او مړی یې سمندر ته غورځولی دی. دا زیاتوي وروسته کښتۍ چلوونکو له کډوالو نورې پیسې وغوښتې او په یوه کوچنۍ کښتۍ کې خپله هم وتښتېدل، خو پاتې کسانو د کښتۍ چلوونکو یو ملګری اړ ایست چې بېرته یې بنګله دېش ته ورسوي.
هلته په قرنطین کې له دوو اونیو وروسته خدیجې ته معلومه شوه، چې د استوګنې ځای یې بل چا نیولی.
میانمار ته د بېرته ستنېدو هیله یې هم پاتې نه وه او اوس له زوی او لور سره په یو خورا کوچنی ځای کې شپې، ورځې تېروي:
''''د خپل ارمان پوره کولو لپاره مې هر څه قربان کړل، داسې تېروتنه دې هیڅوک نه کوي. ''''








