کورونا وېروس: "فرانسه کې محدودیتونو د ۶۲ زره کسانو ژوند ژغورلی"

فرانسه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د فرانسې لومړي وزیر وایي چې د حکومت لخووا لګول شوي محدودیتونه بریالي وو

د فرانسې لومړی وزیر ایډوارډ فیلیپ وايي، په هېواد کې یې د یوې میاشتې قرنطین مودې له کبله د ۶۲ زره کسانو ژوند ژغورل شوی دی. ښاغلی فیلیپ اوس د حکومت پر هغه پلان کار کوي، چې له مخې به د مې میاشتې له ۱۱مې نېټې وروسته په تدریجي ډول په روان قرنطین حالت کې نرمښت وشي.

فرانسه کې تر اوسه د کورونا وېروس له کبله د ۲۳ زره او ۳۰۰ کسانو مړینه تایید شوې او دغه راز د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ د ۱۶۵ زره ۸۴۲ ناروغانو نومونه ثبت شوي دي.

د افغانستان په ګاوندي پاکستان کې د سند ایالتي حکومت د کورونا وېروس مخنیوي لپاره په صوبه کې پر هر ډول مذهبي غونډو او محفلونو بندیز لګولی دی.

د حکومت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د روژې میاشتې په مناسبت به په جوماتونو کې د ختم القران او یوم علي مذهبي مراسم هم د دغه بندیز له مخې نه لمانځل کېږي.

د رسمي شمېرو له مخې د پاکستان خیبر پښتونخوا په پېښور کې د کورونا ناروغان د صوبې نورو ښارونو پرتله ډېر دي، چې شمېر یې ۸۴۱ کسانو ته رسېږي او تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۷ نوي ناروغان راجستر شوي دي.

پاکستاني‌ چارواکي وایي، څلور ورځې کېږي چې حکومت د کورونا وېروس ناروغانو معلوماتو راټولولو لپاره له څارګرې ادارې (ای ایس ای) نه مرسته اخلي.

کراچی

د عکس سرچینه، ASIF HASSAN

د عکس تشریح، د پاکستان کراچۍ کې پر هر ډول مذهبي مراسمو بندیز لګول شوی

د ایران عامې روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وايي، د اپریل پر ۲۸ دغه هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته ۱۱۱ ناروغانو نومونه ثبت شوي، چې ورسره ټولټال شمېر ۹۲۵۸۴ ته ورسېد.

د ښاغلي جهانپور په خبره تر اوسه ۵۸۷۷ ایرانیان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي او ۷۲۴۳۹ کسان رغېدلي دي.

یو میلیارد کسان په کورونا وېروس اخته کېدلی شي:

بل لورته یوې مرستندویه ډلې خبرداری ور کړی که د افغانستان په څېر زیانمنونکو هېوادونو سره بېړنۍ مرستې ونه شي نو ښايي په نړۍ کې تر یو میلیارد کسان په کورونا وېروس اخته شي.

د ژغورې نړیوالې کومیټې (ای ار سي) ویلي، پکار ده چې د دې وېروس د مخنیوي لپاره مالي او بشري مرستې وشي.

دې کومېټې ویلي د افغانستان او سوریې په څېر له نازک حالت سره مخامخ هېوادونه په بیړنۍ توګه تمویل او مرستې ته اړتیا لري.

یادې کومېټې خبرداری ورکړی چې له دې هېوادونو سره د مرستې لپاره په لنډه موده کې پياوړو ګامونو ته اړتیا ده.

د ای ار سي په رپوټ کې، چې د نړیوال روغتیايي سازمان او د لندن امپیریل کالج د شمېرو پر بنسټ جوړ شوی، اټکل شوی چې ښايي په نړۍ کې د ۵۰۰ ملیونه او یو ملیارد ترمنځ کسانو په کورونا وېروس اخته شي.

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ژغورنې نړیاله کومېټه وایي، د افغانستان او سوریې په څېر هېوادونو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

دې رپوټ کې دغه راز ویل شوي چې ښايي د کورونا وېروس له امله د شخړو په لسګونو سیمو او هغو هېوادونو کې چې ناکراره دي له درې ملیونو ډېر کسان مړه شي.

د ژغورنې نړیوالې کومېټې مشر ډیویډ میلیبنډ ویلی، دا شمېرې باید له خوبه د را وېښېدلو لپاره یو خبرداری وي.

هغه زیاته کړې، د دې وبا ویجاړوونکی او نامتناسب فشار لا په ډېرو نازک حالت لرونکو او جګړه ځپلو هېوادونو کې نه دی احساس شوی.

دی وايي، اوس حل لار داده چې مرسته کوونکي هېوادونه په بیړه د لومړۍ کرښې هڅو تر شا د انعطاف وړ مرستې وکړي.

ښاغلي میلیبنډ ټینګار کړی چې حکومتونه باید ګډ کار وکړي او بشري مرستو په وړاندې خنډونه له مخې لېرې کړي.

دا کومېټه چې مرکز یې امریکا کې دی او په نړۍ کې بشري ناورینونو په وړاندې اقدامات کوي وايي، د کورنۍ د غړو شمېر، د نفوس ډېروالی، د روغتیايي خدماتو وړتیا او له وړاندې پيل شویو شخړو په څېر عوامل ښايي د وبا د پراخېدا خطر زیات کړي.

په ډېرو مخ پر ودې هېوادونو کې د رسمي شمېرو له مخې د کورونا وېروس مثبتې پېښې او مړینه ټيټه ښودل شوې ده، خو باور دا دی چې اصل شمېر ډېر لوړ دی.