سومالیا کې پر دوو ماشومو نجونو د جنسي تېري پر ضد لاریونونه

د سومالیا حکومت په دې هېواد کې د یوې درې کلنې او یوې څلور کلنې ماشومې تښتونه او پر هغوی جنسي تېری غندلی دی. رپوټونه وایي چې دواړه ماشومې نجونې دا مهال روغتون کې دي او د ډاکټرانو په وینا، لویې جراحۍ ته اړتیا لري.
دې پېښې د خلکو غوسه را پارولې ده او پر ضد یې سمیه کې لاریونونه شوي دي. په دې لاریونو کې ښځو د تېروي کوونکو پر ضد نعرې وهلې او ویل یې، نور دا وضعیت نشي زغملی.
پېښه د تېرې چارشنبې پر ورځ پلازمېنې مګادیشو ته نږدې رامنځته شوې او چارواکي وایي، په تړاو یې ګڼ کسان نیولي دي.
کورنۍ یې وایي چې دواړه نجونې له ښوونځي کور ته پر لاره وې چې وتښتول شوې.
رپوټونه وایي د تښتونې په دې پېښه کې څو تنه سړي ښکېل وو او وروسته یې پر دواو نجونو جنسي تېری کړی دی.
د نجونو کورنۍ د دوی په لټه کې وې او بلاخره یې د پنجشنبې پر ورځ وموندلې.
په سومالیا کې په تېرو کلونو کې د جنسي تېري پېښې ډېرې شوې دي، خو دا چې د دې نجونو عمرونه درې کاله او څلور کاله وو نو خلک یې شاک کړي دي.
ویل کېږي چې دې ته ورته پېښې پخوا هم کېدلې، خو دا چې اوس د خلکو پوهاوی ډېر شوی دی نو رسنۍ پرې خبرېږي.








