له مصري اسځغلوونکي سره د میلیاردر بېلګېټس د لور کوزده

مصري اس ځغلوونکي نائل نصار د امریکايي میلیاردر بېل ګېټس لور ته له اوږدې مینې وروسته د واده وړاندیز کړی او هغې هم منلی دی.
۲۳ کلنې جنیفر له ۲۸ کلن نائل سره د کوژدې اعلان پر خپل انسټاګرام پاڼه خپور کړی.
جنیفر له خپل کوژدن سره ګډ انځور خپور کړ او هغې لویه ګوتمۍ پر ګوتو کړې ده.
د دواړو دغه ګډ انځور پر خواله رسنیو تر ۳۰ زره ډېر ځله خوښ کړل شوی دی.
جنیفر له انځور سره یوه تبصره هم لیکلې ده: "نائل نصاره، ته بېل ډول انسان یې. زه دې خپلې مینې ته درماته کړم، نوره نه شم په تمه کېدای چې له تا جلا ژوند وکړم... یو میلیون ځله هو."
د اس له سپرلۍ سره مینې یوځای کړل
د جنیفر او نائل ترمنځ مینه د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ میاشت کې پیل شوه. دواړه مینان کابو یوشان خوی او ذوق لري، د دواړو له اسونو او د اس له سپرلۍ سره ډېره جوړه ده.
دواړه له سټانفورډ پوهنتون فارغ شوي.
ځوان نائل نصار د یوې مسلمانې مصرۍ کورنۍ غړی دی چې په کویت کې اوسېدلې ده، بیا امریکا ته کډواله شوې او اوس په شیکاګو ښار کې اوسېږي.
نوموړی په فرانسوي او انګلیسي ژبو روانې خبرې کوي او عربي یې مورنۍ ژبه ده.
که څه هم نائل په ۱۹۹۱ کال د امریکا شیکاګو ایالت کې زیږېدلی، خو په کویت کې لوی شوی، ځکه چې مور او پلار یې غوښتل په تېره ۹۰مه لسیزه کې یوه خلیجي هېواد کې و اوسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په پنځه کلنۍ کې له اس ځغلونې سره د نائل مینه ډېره شوه او په لس کلنۍ کې تکړه اس ځغلوونکی شو.
نوموړي د مصر لپاره ډېرو سیالیو کې ګډون کړی او د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو د اس ځغلونې نړیوالو سیالیو کې یې لومړی مقام ګټلی دی.
د ۲۰۱۳ کال سیالۍ کې یې یو میلیون ډالر جایزه هم ګټلې او د امریکا "ویلینګټون" اتلولیو کې یې لومړی مقام ګټلی و.
همدلته د امریکایي میلیاردر بېل ګېټس له لور سره معرفي شوی، د دواړو ملګرتیا ټینګه شوې چې بالاخره دا ملګرتیا یې د واده تر کچې رسېدلې ده.
د ۲۰۱۷ کال فبرورۍ میاشت کې د دواړو مینه د ګڼو ورځپاڼو د سر ټکي شول، دواړو د ګډ نړیوال سفر په تېره بیا د مصر اهرامونو ته د سفر پرمهال پر خواله رسنیو بېلابېل انځورونه خپرول.
د نصار شتمني
تر اوسه د نصار د شتمنۍ اصلي کچه نه ده مالومه، خو په وروستیو کلونو کې یې د اس ځغلونې د سیالیو له برکته ډېرې جایزې او نغدې پیسې ترلاسه کړې دي.
خو ځینو امریکايي ورځپاڼو د نوموړي شتمني شاوخوا ۷۵ میلیون ډالر اټکل کړې، چې دا مبلغ د اس ځغلونې اړوند CWD بنسټ کې د هغه ونډه بلل شوې ده او سربېره پر دې کورنۍ یې هم شتمنه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ویلو ده چې د ده کورنۍ په ځینو خلیجي هېوادونو کې یو بریالی رغنیز شرکت هم جوړ کړی.
دغه مصری ځوان د بېلابېلو نسلونو اسونه هم لري.
د جنیفر کاترین د شتمنۍ د کچې په اړه ویل شوي چې له خپل پلار یې ۱۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي.
په ۲۰۱۷ کال، د مایکروسافټ شرکت بنسټګر بېل ګېټس پرېکړه وکړه چې د خپلې شتمنۍ یوه لویه برخه به خیریه کارونو ته ځانګړې کړي.
هغه وخت نوموړي دا وصیت هم کړی و چې د شتمنۍ یوه لویه برخه خپل اولاد ته ورکوي چې دوی پخپله خپله لار وټاکي.
بېل ګېټس په نړۍ کې دویم لوی شتمن سړی بلل شوی.
د "بلومبېرګ" وېبپاڼې د رپوټ له مخې، د بېل ګېټس شتمني ۱۱۹ میلیارد ډالر ښودل شوې.
بېل ګېټس او مېرمن یې میلینډا د جنیفر او نائل د کوزدې هرکلی کړی.








