پولیسو په تېروتنه له مخدره ګولیو سره یو ځای موټر لیلام کړی

د عکس سرچینه، AFP
تایلنډ کې د مخدره موادو مخنیوي چارواکو له هغه وروسته بښنه غوښتي چې په تېروتنه یې له لسګونه زره امفتامین نومې مخدره ګولیو ډک موټر لیلام کې پلورلی.
چارواکو دغه هونډا سي - ار - وې ډوله موټر پروسږ کال په عملیاتو کې نیولی و او په دا وروستیو کې یې د ۵۸۶ زره باټ ( ۱۹۰۰۰ ډالره) بدل کې لیلام کړ.
خو کله چې دغه موټر د ځینې سمونونو او ترمیم لپاره ګاراج ته واستول شو، یوه مستري یې له بمپره د مخدره موادو ۹۴ زره ګولۍ وموندلې.
چارواکو ویلي، دوی به راتلونکي کې پلټنې لا سختې کړې.
د بنکاک پوسټ ورځپاڼې رپوټ کې د مخدره موادو مخنیوي ادارې (او این سي بي) د عمومي منشي نیوم تیرمسریسوک له قوله ویل شوي:
''له پروټوکول سره سم موږ هر نیول شوی ګاډی تالاشي کوو او دغه ګاډی هم تالاشي شوی، خو ښايي ګولې په خورا مهارت سره پکې پټې شوې وې، ځکه مو و نه شو کولای ویې مومو. ''
ښاغلی مسریسوک وايي، یابا نومې دغه ګولۍ چې د مټامفټامین او کافئین ګډوله ده، په داسې کوچنیو کڅوړو کې موندل شوې چې د موټر د بمپر تر شا پټې کړل شوې وې.
پروسږ کال چې په شمالي چیانګرای ایالت کې دغه موټر نیول شوی و، له شاتنۍ څوکۍ یې دغه ډول ۱۰۰ زره ګولۍ موندل شوې وې.
ښاغلی مسریسوک وايي، نوې نیول شوې ګولۍ به هم په مخکینۍ ثبت شوې قضیه کې ورزیاتې شي او د موټر نوي څښتن او میکانیک ته به د همکارۍ له کبله جایزه ورکړل شي.
یابا چې په تايي ژبه کې یې مانا 'لیوني درمل ' دي، د سرو او ګلابي رنګه ګولیو په بڼه دغه هېواد ته له میانماره (مخکینۍ برما) په قاچاقي ډول راوړل کېږي او د ارزان بیه نشه لرونکو موادو په څېر پلورل کېږي.
تایلنډ چارواکو په ۲۰۱۸ کال کې دغه ډول ۵۱۶ میلیونه ګولۍ له قاچاقبرو نیولې دي.








