زوی یې منګولیا ته بوت چې له موبایل یې لیرې وساتي

د عکس سرچینه، Jamie Clarke
څنګه یو زلمی قانع کولی شئ چې خپل ځیرک ټیلېفون پرېږدي او له تا سره خبرې وکړي؟ دې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره جیمي کلارک ان تر منګولیا پورې تللی دی.
جیمي کلارک پر خپل موټر سایکل د منګولیا یوې لیرې درې ته ولاړ. هلته یې یوازې د خپل ټپ ټپي او باد غږونه اورېدل. له څو ساعته مزل وروسته ودرېد او خپله نخچه یې پرانیستله.
یوازېتوب، ښکلی طبیعت او منزل ته د رسېدو د مسوولیت احساس، دا ټول شیان جیمي په خپلو له کړاو ډکو سفرونو کې مني. خو کله چې له هغه سره په سفر کې د هغه ۱۸ کلن زوی ملګری شو، هرڅه بدل شول.
د هغه زوی بېل فکر او اند لري، چې د اندېښنې وړ دی، همدا وو چې پلار یې زوی هم سفر ته وهڅاوه.

د عکس سرچینه، Jamie Clarke
غر ختونکي جیمي کلارک دا احساس کړه چې زوی یې له ټیلېفون نه لیرې کېږي، یو څه یې ځان ملامت کړ، ځکه هغه ته یې ولې په کوچنیوالي کې ځیرک ټیلیفون ورکړ چې وخت پرې ضایع کړي.
کلارک بي بي سي ته وویل: ''که په انفرادي او د کورنۍ په بڼه پر یوه شي روږدیتوب موجود وي، نو موږ له همدې کورنۍ ګڼل کېږو. دا ښه وسایل دي، خو ښکاري چې موږ یې لاندې کړي یو، نه دا چې زموږ په لاس کې وي."
دا فکر کلارک ته له څو کلونو پیدا شوی دی، کله چې له خپلې کورنۍ سره د هغه د زوکړې پنځوس کلني یې لمانځله. دوی داسې ځای ته ولاړل چې هلته انټرنېټ نه و او نه هم ټیلیفون کار کاوه.

د عکس سرچینه، Jamie Clarke
د هغه زوی کوبي بي بي سي ته وویل: "مخکې به مې له ګرځند تیلیفون پرته د اونۍ رخصتي نه شوای تېرولی. دا رښتیا هم ما ته ناشنا کار و."
کوبي مني هغه مهال په غوسه شو او غمجن و چې سفر ته اړایستل شو، ځکه له انسټاګرام، سنپ چپ او نورو خواله رسنیو لیرې شو، دی نه پوهېده چې په هېواد کې یې ملګري څه ګوري.
نو ځکه یې پلار هوډ وکړ چې زوی یې له ټکنالوجۍ لیرې وساتي او پر موټر سایکل یې منګولیا ته سفر پیل کړ.

د عکس سرچینه، Jamie Clarke
یو کال مخکې کلارک زوی ته وویل چې سفر ورسره وکړي، خو هغه یې قانع نه شو کړی، کوبي وايي: "ما وویل دومره ژر نه. خو وروسته مې لږ لږ سفر ته زړه وشو، همدا وو چې چمتو شوم".
کلارک او زوی یې د تېرې جولای میاشتې پر ۲۸مه ټیک یوه میاشت سفر وکړ چې ان د ایورسټ د غره څوکې ته وخوت او د منګولیا د ننه ۲۲۰ کیلومتره واټن یې په موټرسایکل او اس وواهه.

د عکس سرچینه، Jamie Clarke
که څه هم دا سفر ارزېده چې په انسټاګرام یې عکسونه شریک کړي، خو کوبي او جیمي کور ته تر ستنېدو پر انټرنېټ خپاره نه کړل.
کوبي له ټیلیفون لیرې والی یو ګواښ باله: "باور کوم چې له ټیلیفون لیرې والي سره مې یوڅه ورک کړي دي. ځکه یوټیوب او نیټفلیکس به مې کتل. خو اوس اسمان ته ګورم او ستوري شمېرم".

د عکس سرچینه، Jamie Clarke
کلارک وايي، اوس سفر ختم شوی دی او زو یې هڅه په خپل ورځني ژوند کې ترلاسه کړي درسونه تکرار او عملي کړي:
"د ټکنالوجۍ په ارزښت باید پوه شم او ویې کاروم. او زوی مې باید پوه شي چې ټکنالوجي یې ژوند تبا کوي. موږ دواړه باید پوه شو چې موږ برلاسي یو او که ټکنالوجي؟".








