فنلنډۍ وزیرې داعشۍ مېرمنو په اړه په خپلې نظر پوښتنې بښنه غوښتې

د عکس سرچینه، Reuters
د فنلنډ یوې وزیرې په انسټاګرام کې د خپلې هغې تبصرې په اړه بښنه غوښتې چې له لوستونکو یې پوښتلي و، ایا ماشومان په سوریه کې د داعش اړوند کسانو له پنډغالو نه له خپلو میندو سره راستانه شي؟
د فنلنډ د مالیې نوې وزیرې کټري کولموني په خپل ټویټ کې ویلي: "زه له ټولپوښتنې بښنه غواړم". او نوموړې خپله دا تبصره لېرې کړې ده.
په دې نظر پوښتنه کې له خلکو غوښتل شوي "یوازې ماشومان" یا "ماشومان او میندې" چې پراخ غبرګونونه هم پرې ښودل شوي.
د کردانو په واک کې د الهول کمپ شاوخوا ۱۰ ښځې او ۳۰ ماشومان فنلنډیان دي.
پخوا څو لوېدیځو هېوادونو په سوریه کې له الهول او د سوریې شمال کې له نورو کمپونو نه چې د داعش له جنګیالیو سره یې تړاو درلود، راستانه کړي دي. په ټولیز ډول دا په کورنۍ جګړه کې د داعش د وژل شویو، ټپي شویو او ورکو شویو جهادیانو کورنۍ دي.

د عکس سرچینه، AFP
خو سیاسیون هڅه کوي چې دا مسایل حل کړي: ډېری خلک په دې پوهېږي چې دا د جګړې قربانیان دي، خو دا وېره هم شته چې ډېری میندې به په جهادي ایډیالوژۍ سمبالې وي.
د فنلنډ ملتپال ګوند یې مخالف دی، هغه ګوند دی چې په پارلمان کې دوهم ستر ګوند دی. د دا ډول بېرته راستنېدو مخالفت کوي.
۳۲ کلنه کولموني وايي:"غوښتل مې په خواله رسنیو کې پردې پېچلې او ګرانې مسئلې خبرې وکړم. زه بریالۍ نه شوم او بښنه غواړم."
نوموړې د ښځو په مشرۍ په نوي ایتلافي حکومت کې چې روانه اونۍ واک ته ورسېده، د مرکزي ګوند مشري کوي.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې پیکا هاویسټو ويلي، ماشومان د دوی له میندو پرته بېرته نه شو ستنولی؛ ځکه پنډغالي د سوریايي کردانو په لاس کې دي.
د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر وايي، ۲۰ تنه چې له فنلنډ څخه د عراق او سوریې جنګي سیمو ته تللي وو، بېرته راستانه شوي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د وزارت په وینا کې راغلي: "اټکل کېږي په الهول پنډغالي کې اوس لس لویان او شاوخوا ۳۰ ماشومان اوسېږي."
د فنلنډ حکومت وايي، هڅه کوي فنلنډيانو ته خوراکي توکي او درمل ورسوي، خو د راستنېدو په اړه یې هېڅ فکر نه کېږي.
په نوي حکومت کې د پنځو ګوندونو ټلوالې مشري د نړۍ تر ټولو ځوانې لومړۍ وزیرې ۳۴ کلنې سانا مرین پرغاړه ده. د پارلمان استازي به د سې شنبې په ورځ د الهول کمپ په اړه خپلې پوښتنې له دولت سره مطرح کړي.
د اروپا د رسنیو لپاره د بشري حقونو د څار مشرې اندرو سترولین د مېرمن کولموني په نظر پوښتنې غوسه ښودلې.
جدي؟ فنلنډ؟ که دا رښتیا وي نو ډېره بده ده. یو دولت باید په هر حال کې د خپلو اتباعو حقونه خوندي کړي. نور به لا څه کېږي؟ خلک به لوبغالو کې را ځړوئ چې خلک پرې خوشحالي وکړي؟








