امریکا: د ایراني چارواکو د خواله رسنیو حسابونه دې وتړل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي برایان هوک د ایراني چارواکو د خواله رسنیو د اکونټونو د بندېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي له پلومبورګ ټلویزیون سره په مرکه کې له فېسبوک، انسټاګرام او ټوېټر غوښتي، تر هغې چې ایرانیانو انټرنېټ ته پوره لاسرسی نه وي موندلی، ددې هېواد د چارواکو اکونټونه دې وتړي.
ښاغلي هوک په ځانګړي ډول د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، د دې هېواد د ولسمشر حسن روحاني او د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ټولنیزو شبکو د اکونټونو د تړلو غوښتنه کړې.
دغه امریکايي استازي ایرانی حکومت په دوه مخۍ تورن کړی او زیاته کړې یې ده: "پر خلکو انټرنېټ قطع کوي، په داسې حال کې چې حکومت پخپله له خواله رسنیو ګټه اخلي."
نوموړی زیاتوي: "د ایران رژیم انټرنېټ پرې کړی، ځکه هڅه کوي هغه وژنې او هلاکت چې پر اعتراض کوونکو یې تپلي، پټ کړي."
په ایران کې د تېرې اونۍ د اعتراضونو له پیلېدو وروسته په ایران کې انټرنېټ ته لاسرسی محدود شوی دی.
له دې سره ویل کېږي چې یو شمېر کاروونکو له شنبې ورځې راهیسې په تدریجي ډول انټرنېټ ته لاسرسی موندلی دی.
د ایران د اړیکو وزیر محمد جواد اذري جهرمي د انټرنېټ د قطع کېدو لامل ددې هېواد د امنیت شورا امر بللی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا دوه ورځې وړاندې د انټرنېټ د سانسورولو له امله د ښاغلي جهرمي نوم د بندیزونو لېست ته ور اچولی دی.
خو دغه ایراني چارواکي د امریکا ددې پرېکړې غبرګون په یوه ټوېټري پيغام کې ښودلی او ویلي یې دي: "ازاد انټرنېټ ته د لاسرسي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي."
فېسبوک، انسټاګرام او ټویټر تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
ملګري ملتونه وایي د تېلو د لوړو شویو بیو خلاف د ایران اعتراضونو کې ښایي لسګونه کسان وژل شوي وي. په ژنیو کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو څانګې یوه ویاند د امنیتي ځواکونو له خوا پر مخامخ ډزو کلکه اندېښنه ښودلې ده. ځینو سرچینو ان د شاوخوا دوه سوه کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده.








